د اسرائیلو سترې محکمې د فلسطیني شهیدانو د کورونو د ړنګولو حکم ورکړ

 

د صهیونیسټي رژیم سترې محکمې په بیت المقدس کښې د صهیونیسټي ضدو حملو د یوشمیر شهیدانو او زخمیانو د کورونو د ړنګولو حکم صادرکړ.
د اسرائيلو د رژیم سترې محکمې پرون د بهاء علیان او علاء ابوجمل په نومونو د هغو دوو فلسطینیانو چې په بیت المقدس کښې د صهیونیسټانو خلاف عملیاتو کښې شهیدان شوي دي او هم د صهیونیسټانو په لاس د نیول شوي بلال ابوغانم د کورونو له ورانولو سره موافقه وکړه.
خبر زیاتوي چې دا کورونه به د روانې دسمبر میاشتې تر پاې پورې وران شي.
له بلې خوا د صهیونیسټي رژیم پوځیانو نن سهار په څو ټانکونو او بلډوزرونو سره د غزې تړانګې په مرکز کښې د فلسطیني کډوالو په البریج نومي کیمپ باندې برید وکړ او همداشان یې په غزه کښې د فلسطینیانو پټي وران ویجاړ کړل.

Add new comment