د نیجریه د مسلمانانو عامه وژله د امریکا اسرایئلو او عربستان په غږملتیا سره شوې

دنیجریه پوځ دامریکا،اسرائیلو او سعودی رژیم په حکم او بشپړ ملاتړسر ه دغه بوږنونکی جنایت کړی دی . هغه همداراز وویل دنیجریه دپوځ په لاس دغه غیر انسانی اقدام دانسانی او اخلاقی اصولو په خلاف ؤ .
زمونږخبریال راپورراکړ دتانزانیا دسیدالشهدا اسلامی مرکز مشر شیخ مولید حسین کوندیا زمونږخبریال سره په خبروکې دنیجریه دمسلمانانو عامه وژله دلودیځوالو یوه دسیسه وبلله او وې ویل دنیجریه پوځ دامریکا،اسرائیلو او سعودی رژیم په حکم او بشپړ ملاتړسر ه دغه بوږنونکی جنایت کړی دی . هغه همداراز وویل دنیجریه دپوځ په لاس دغه غیر انسانی اقدام دانسانی او اخلاقی اصولو په خلاف ؤ .
دتانزانیا دسید الشهدا اسلامی مرکز مشر ټینګار وکړ لودیځی هیوادونه دبشری حقوقو موضوع یوازې دخپلو ګټو لپاره دیوه آوزار په توګه استعمالوی او ددغه بوږنونکی جنایت په وړاندې ئې چې په زرګونو کسان پکې شهیدان او ټپیان شول چپتیا غوره کړې ده . هغه دنیجریه دمسلمانانو په دض ددغه هیواد د پوځ دجنایتونو خبری سنسر ته په اشارې سره هم وویل لودیځوی رسنئ ددغه جنایت په باب خبرونه په غږمله ډول سنیر کوی . شیخ مولید حسین کوندیا زیاته کړې له لودیځی هیوادونو سره اړونده رسنۍ له پیښو سره دوه ګوڼه چلند کوی او د استکباری ګټو لپاره اطلاعات خپروی .
همداراز دنیجریه داسلامی غورځنګ مرستیال مشر شیخ یعقوب یحی هم د دغه هیواددپوځیانو په لاس اسلامی غورځنګ درهبر شیخ ابراهیم الزکزکی دکور او د زاریا د بقیةا... امامباړې دغیرقانونی ورانولو ته په اشارې سره روښآنه کړه دغه امامباړه په قانونی ډول او دنیجریه دحکومت په اجازت سره جوړه شوې وه او دنیجریه حکومت باید د دغه جنایت په باب ځواب ووائی او ددغو ځایونو دورانولو لپاره دې دحکومت له خوا سندونه او مدرکونه وړاندې کړی

Add new comment