د څلوردېرش اسلامی هېوادونو د ائتلاف په قضیه کښې د پاکستان سرګردانی

په داسې حال کښې چې د سعودی عربستان په مشرۍ د څلوردېرش اسلامی هېوادونو د فوځی ائتلاف د جوړېدو له اعلانه یوه هفته تېریږی پاکستان چې د دغه ائتلاف یوه برخه بلل شوے دے تر اوسه په دې باره کښې روښانه او واضحه فېصله نه ده اعلان کړې.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز چې په دې اړه د تفصیلاتو د بیانولو لپاره سېنېټ ته بلل شوے ؤ په یوه وېنا کښې وویل چې د څلور دېرش اسلامی هېوادونو ائتلاف لا د حکومت لپاره واضح او روښانه نۀ دے او د دغه ائتلاف جزئیات تر څېړنې لاندې دی.د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار زیاته کړه چې حکومت غواړی چې د یمن او سوریې مسائل له سیاسی لارې حل شی.
د سېنېټ مشر رضا ربانی له سرتاج عزیزه پوښتنه وکړه چې هر کله یوه معامله یا یو ائتلاف د حکومت لپاره روښانه او روڼ نه دے نو ولې پکې غړے شوے دے؟ چې سرتاج عزیز یې قانع کوونکے ځواب ورنکړے شو چې د سېنېټ ځینی غړی د بهرنیو چارو د سلاکار لخوا د قانع کوونکی ځواب نه ورکولو په وجه په احتجاجی توګه له سېنټه ووتل. البته سرتاج عزیز په دغه ائتلاف کښې د نورو درې دېرش هېوادونو ګډون د پاکستان د ګډون د دلیل په توګه بیان کړ چې د سېنېټ مشر وویل، مونږ له نورو درې دېرش هېوادونو سره څه کار نه لروو، مونږ پکار دی د پاکستان د حکومت له فېصلې خبر شوو.
د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار په آخر کښې د دې لپاره چې بحث له زیات ګرمېدو او حساسېدو وژغوری وویل چې د دې قضیې جزئیات د څېړنې په حال کښې دی تر دوو نورو هفتو پورې چې جزئیات په کامله توکه راورسی یو ځل به بیا سېنېټ ته د تفصیلاتو د وړاندې کولو لپاره حاضر شی.
زمونږ رېډیو په دې حقله د نیوز ورځپاڼې د پېښور څانګې د مشر او د پاکستان د مشهور جرنلسټ رحیم ا... یوسفزی او د دغه هېواد په بلوچستان صوبه کښې د پیپلز پارټۍ د عمومی سېکتر بسم ا... خان کاکړ نظرونه وپوښتل چې ځوابونه یې په ترتیب سره وړاندې کوو:
وړومبې د پاکستان مشهور جرنلېسټ رحیم ا... یوسفزی د سعودی عربستان په مشرۍ په دغه فوځی ائتلاف باندې په نیوکې سره وویل، چې دا یو عجیب او غریب ائتلاف دے چې دغو هغو هېوادونو څخه چې د غړیو په توګه اعلان شوی دی هیڅ یو نه ؤ خبر او سعودی عربستان یوازې له هغو مالی مرستو څخه په استفادې سره چې له دغو هېوادونو سره یې کړی او یا یې کوی ګمان کوی چې دغه هېوادونه په دې وجه چې یې احسانمن دی پکار دی غوښتنو ته یې غاړه کیږدی. دا په داسې حال کښې دی چې سعودی عربستان چې خپله یې په هېواد کښې ډېکټاټوری واکمنه ده او د خلقو اراده او خوښه هیڅ ارزښت نه لری نه پوهیږی چې په دغو زیاترو هېوادونو کښې چې د دغه ائتلاف غړی اعلان شوی دی ډېموکریسی رائجه ده او د خلقو د خوښې او ارادې احترام پکې کیږی.او سعودی عربستان د یمن د جنګ له قضیې هم د عبرت درس وانۀ خېست. لکه څنګه چې یې د یمن په قضیه کښې بې له دې چې پاکستان خبر وی د دغه هېواد نوم یې هم د یمن په خلاف د ائتلاف برخه اعلان کړے ؤ چې هغه وخت هم په پاکستان کښې خبرې، بحثونه او احتجاجونه زیات شول چې بالاخره مسئله د دغه هېواد ملی پارلېمان ته وړاندې شوه او پارلېمان هم یمن ته د ځواکونو نۀ لېږلو ته رائې ورکړه.
نو اوس په دې قضیه کښې هم لرې ښکاری چې پاکستان څه اقدام وکړی شی چې له یوې خوا د خلقو د خوښې او ارادې په خلاف چاره ده او له بلې خوا د ایران په شان خپل ګاونډی هېواد هم نه شی ناراضه کولې. البته د رحیم ا... یوسفزی د وېنا له مخې دا د امریکې شېطانت دے چې غواړی اسلامی هېوادونه د شیعه او سنی په نومونو ووېشی.
همدارنګ د پیپلز پارټۍ د بلوچستان صوبې عمومی سېکتر بسم ا.. خان کاکړ په دې باره کښې وویل چې د پاکستان حکومت څه کارنده والے نه لری. او دا چې د بهرنیو چارو وزارت وړومبې په دغه ائتلاف کښې د غړیتوب په وجه حېرانتیا کوی حقیقت دے ځکه چې حکومت له دې هیڅ خبر نه ؤ او د پاکستان په بهرنی سیاست کښې چې هره معامله کیږی نو پکار دی د دغه هېواد د فوځ لخوا وشی. د یمن په قضیه کښې هم فوځ نه غوښتل چې خپل خواکونه چې د هېواد په دننه کښې په ختیځو او لویدیځو پولو کښې له ترهه ګرو سره ښکېل دی په یمن کښې هم ښکېل کړی او دا د فوځ په حکم وو چې پارلېمان ورته منفی رائې ورکړه.
اوس هم که د څلوردېرش هېوادونوپه فوځی ائتلاف کښې د پاکستان د ګډون په اړه قضیه پارلېمان ته وړاندې شی نو هر څه چې فوځ غواړی هم هغه ته به رائې ورکړې کیږی.

Add new comment