د طالبانو په خلاف د بندیزونو تمدیدیدا

د ملګرو ملتو امنیت شورا په یو پریکړه لیک کښې په ۱۵ موافقو رایو سره د طالبانو په خلاف بندیزونه د نورو شپاړسو میاشتو لپاره تمدید کړل.
د دغه پریکړه لیک په مهمو بندونو کښې د طالبانو د ډلې د مالي او اقتصادي سرچینو بندیدل، د دغې ډلې د غړو د نړیوال تګ راتګ بندیز او همداشان له دغې ډلې او القاعدې سره د نیغ په نیغه یا غیرمستقیمه توګه د پیر پلور ممنوعیت شامل دي. په دغه پریکړه لیک کښې راغلي چې هر کس یا ډله چې له هرې لارې له طالبانو ډلې او یا د القاعدې د تفکر له پراختیا سره مرسته وکړي، د بندیزونو په لسټ کښې به راشي.
په دې مرستو کښې مالي او اقتصادي مرستې، د نورو ځواکونو جذبول او استخدامول، په افغانستان کښې د امنیتي وضعې خرابول، مستقیم یا غیرمستقیم ملاتړ، د پوځي او یا د لاس جوړو چاودونکو موادو او جنګي تجهیزاتو برابرول شاملیږي.
د سیاسي څارونکو په اند، د ملګرو ملتو امنیت شورا د طالبانو په خلاف خپل بندیزونه په داسې حال کښې نوي کړل چې دغ ډله د یادې شورا د تیرو بندیزونو په وجه نه یوازې کمزرې شوې نه ده بلکې په افغانستان کښې د حملو په سختولو سره د خپل قدرت ښودنه کوي. دا په دې معنا دي چې د امنیت شورا بندیزونو نور نو خپل کارنده توب له لاسه ورکړی دی او له تندلاریتوب او ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره باید نړیوال ټولنه په یوه غږ او په یو ګډ تعریف سره اقدام وکړي. ځکه چې د امنیت شورا غړي نه یوازې د ترهګرۍ او د هغې د علامتونو په هکله له یو بل سره د نظر اختلاف لري بلکې د امریکې او انګلستان په شان د دغې شورا مهمو غړو له طالبانو څخه په خپلو هراړخیزو ملاتړونو سره افغانستان همهغه شان ناامنه او کړکیچن ساتلی دی.
په همدې وجه سیاسي څارونکي د طالبانو د بایکاټ لپاره د امنیت شورا پریکړه لیکونه تش یو سیاسي چل ول ګڼي چې تراوسه یې نه یوازې د افغانستان په بدلونونو کومه اغیزه نه ده کړې بلکې نړیوالې ټولنې یې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ترهګرۍ ضدو اقداماتو څخه نهیلې کړي دي.
په افغانستان کښې سیاسي ټولنې په دې باور دي چې کله چې د امریکې او انګلستان په شان د ملګرو ملتو د امنیت شورا دایمي غړي د طالبانو په خلاف د دغې شورا د پریکړه لیکونوخیال نه ساتي نو امنیت شورا څنګه تمه لري چې نور هیوادونه یې خیال وساتي. که د امنیت شوار پریکړه لیکونه اجرايي شوی وی نو طالبان تراوسه باید له مینځه تللی وی او په افغانستان کښې به ارامښت راغلی و خو نه یوازې داسې ونه شول بلکې طالبان د خپل قدرت په زیاتولو سره له شمال نه تر جنوبه د افغانستان د مختلفو ښارونو د نیولو په لټه کښې دي.
د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي نیکولاس هیثم دا څرګندونې چې په دغه هیواد کښې د طالبانو ګواښ له داعش ترهګرې ډلې لازیات او لا جدي دی، د پام او غور وړ دي.
په دې وجه د افغانستان خلک تمه لري چې ملګري ملتونه په تیره بیا امنیت شورا د دغه هیواد د امنیت تامینولو په لړ کښې عملي ګامونه پورته کړي او د سیاسي او عوام غولونکو خبرپاڼو او پریکړه لیکونو په خپرولو بسنه ونه کړي.

Add new comment