په افغانستان کې د داعش د راپنځيدا او فعالیت څرنګوالی(3)

دهغه په وینا،دسیاست دغه بدلون د ۲۰۱۵کال له لومړیو پیل شوی دی .
ښاغلی وحید مژده دحکمتیار له قوله هم ویلی دي هغه کسان چې د طالبانو په ضد ئې پاڅون کړی دی هغه کسان نه دي چې له بهره ورغلي وي، بلکې هماغه طالبان دي چې خپل بیرغ ئې بدل کړی او له ملاعمر ئې خپل بیعت بیرته اخستی دی . هغه نزدیوالي ته په پام سره چې دوي ئې له پاکستان سره لري ، داسې ښکاري چې تراوسه پورې دلوبې پیل دی ، تر نن ورځې پورې چې څوک په افغانستان کې د دغې ډلې د امیر په نامې سره نه دی لیدل شوی خو ممکنه ده په راتلونکي کې مینځ ته ځيني کسان راشي او په دغې نوي لوبې کې وکارول شي . په هرحال په افغانستان کې دغه بهیرونه دسناریوګانو او لوبو پیل دی .
په پیل کې دملاعبدالرؤف خادم په نامه یو کس په افغانستان کې د داعش بلوه ګرو رهبر ونومول شو چې له یوې مودې پټو فعالیتونو وروسته په ناڅاپي توګه دافغانستان په جنوبی سیمو کې ووژل شو .
له خادمه وروتسه ، وار دنورو کسانو راورسیدڅو هریو ځان په افغانستان او پاکستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې رهبر یا ویندوي ونوموي . په افغانستان کې له داعش ترهه ګرې ډلې سره اړونده عناصر و په هماغه پیل کې دخپلو عملیاتو پیلیدا اعلان کړه چې دافغانستان له حکومت ، ددغه هیواد امنیتي ځواک ، او همداراز په دغه هیواد کې دیره له بهرنیو عسکرو سره هیڅ کار نه لري او دهغوي موخه یوازې دطالبانو ډلې کسان دي او له دغې ډلې سره به وجنګیږي . دافغانستان طالبانو ډلې هم له یوې مودې چپتیا وروسته د داعش په وړاندې دریځ غوره کړ او اعلان ئې وکړ که ددغې ډلې وګړي دافغانستان په خاورې کې فعالیت وکړي نو له هغوي سره به جدي چلند وکړي .
دغو نښتو دخبرواترو میز ته دستنیدو په باب دطالبانوډلې د راضي کولو لپاره دکابل اسلام اباد دحکومتونو دهلوځلو په وخت دغه ګونګوسه پیاوړي کړه چې په افغانستان اوپاکستان کې له داعش سره اړونده عناصر یو ډل ددغه هیواد له امنیتي ادارو یعني دپوځ له استخباراتي ادارې آئي ایس آئي سره اړوندوالی لري او دهغوي له ملاتړه برخمن دي څو له دې لارې طالبانو ډله کمزوری کړي او د کابل له حکومت سره ئې روغې جوړې ته اړباسي .

وحید مژده ویلی دي دافغانستان دطالبانو ډلې یوه پخواني مشر او د دغې ډلې د چارو کارپوهانو هم دغه خبرونه تائيد کړي دي . هغه په دې اند دی چې دافغانستان داعش دپاکستان په لاس جوړه شوې څو د افغانستان دطالبانو لپاره د دباؤ یو اړم وي .
= په افغانستان کې د داعش ډلې دشتون په باب دملګروملتو له وروستي راپورخپریدا وروسته دامریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوې مقالې کې داسې عنوان کړه چې په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیت ممکنه ه په افغانستان کې دامریکایانو تراوږدې مودې پورې د شتون لامل شي .
همداراز په افغانستان کې دامنیتي چارو دیوه بل کارپوه جاوید کوهستاني په وینا،دهغو اختلافاتو په اساس چې په طالبانو ډلې کې رامینځة شوي دي،په عملی او رسمي توګه دذاکر قیوم او ملاعبدالرؤف خادم په مشرۍ د جنوب لودیځي حوزې دطالبانو یوې برخې چې زیاتره د علیزیو قوم دي او په کجکي ،موسی قلا ولسوالیو کې اوسیږي او همداراز دکویټې شورا دځینو سیمو اوسیدونکو له داعش سره بیعت کړی دی یا د داعش په نامې سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي .
دهغه په وینا،طالبان په څلورو ډلو ویشل کیږي . د ذاکر قیوم ډله چې له داعش سره دیو ځاي کیدا په حال کې ده ، دملااختر محمد منصور ډله چې د اسلامی امارات مسئول دی . دملاحسن او ملامنصور دادا... په مشرۍ ډله چې یو ډول په کورونو کې ناست دي او دهغوي فعالیتونه ختم شوي ګڼل کیږي . او څلورمه ډله هم دعبدالرزاق چنته ډله ده چې دطالبانو یو پخوانی والی هم و او له قومه اڅکزي دي .
په افغانستان کې دیمن والو،سوډانیانو اوکویتي والو په څير ځيني فعال عربانو په غیر مستقیم ډول له داعش سره بیعت کړی دی .
دافغان کارپوهانو په وینا،دطالبانوپروژه نوره په افغانستان کې دجنګ د دوام لپاره ځواب نه ورکوي . دطالبانولوبه دافغانستان په داخل کې یوه واړه شان ته لوبه ده خو هغه پروګرام چې د د اعش ترهه ګرې ډلې لپاره پلان شوی دی،یوه پراخه پلانونه او د ساړه جنګ دوخت په څير پراخ پروګرام دی چې غواړي دمینځنۍ آسیا او قفقاز په لور ئې وکاږي . داعش دومره پراخه لمن لري چې دطالبانو ټوله ډلې داسلامی خلافت په نامې سره دترخپل بیرغ لاندې غونډولی او پرمخ بیوللی شي .

Add new comment