په افغانستان کې د داعش د راپنځيدا او فعالیت څرنګوالی(2)
له امریکا سره دعربستان اړوندوالی او له اسرائیلو سره ئې ملګرتیا، لامل شوې ده دریاض حکومت په سیمې کې د داعش ترهه ګرې ډلې پشمول دترهه ګرو اوغړیدلو ډلو د جوړولو لپاره ډيرې زیاتې پیسې ولګوي .د ځينو خبري ټولنو په اند ،دافغانستان په طالبانو او داعش کې داسې ډير توپیرونه شته چې خورامهم ئې دادی چې طالبان په خلافت پسې نه دي او په افغانستان کې داسلامی امارت په جوړیدا راضي دي .
خو داعش ترهه ګره ډله دهغوي دخپلې خوښې په اسلامی خلافت پسې ده خپله جغرافیا ئې دستر خراسان په نامې سره مشحصه کړې ده . په اهل سنت کې خلافت ژورې ریښې لري او داعش ډله پرې سپاره شوې او هڅه کوي خپلې دسیسې او پروګرامونه پلي کړي .
په افغانستان کې له فعالیته د داعش ترهه ګرې ډلې موخه مینځنۍ آسیا اوقفقاز ته رسیدل دي .په تاجکستان کې فرغانه دره د داعش ډلې یو سټراټيژیک ځاي ګڼل کیږي .لکه څنګه چې داعش په سورئې اوعراق کې نامعلوم راتلونکی لري او د داعش ډلې دځواکونو ددیره کیدا ځاي د هوار شونې په دلیل دهغوي دنابودۍاحتمال ئې شته، داعش دافغانستان ، پاکستان او دمینځنۍ آسیا اوقفقاز غره ایزو سیموته دخپل پټنځاي په توګه فکر کوي .
دپاکستان او افغانستان دپوله ایزو سیمو او ددغو هیوادونو دقبایلی سیمو د غرنۍشونې په دلیل داعش هیله منه ده په عراق او سورئې کې له ماتې وروسته خپل ځواکونه دپاکستتان قبایلی سیمواوافغانستان شمالی سیمو ته هدایت کړي څو له هغه ځایه مینځنۍ آسیا اوقفقاز ته لاړ شي او خپل ځواک وساتي .
دې ته دپام وړټکی چې طالبانو ډله له القاعدې سره بیعت لري او په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې شتون نه زغمي.دافغانستان حکومت هم هڅه کوي دداعش ډلې په ستر ښودلو سره له لودیځه زیاتې پوځي مرستې او پیسې ترلاسه کړي .امریکا اوناټوهم هڅه کوي د داعش په پلمه په افغانستان کې خپل پوځي شتون ته له ۲۰۱۶کاله وروسته هم دوام ورکړي . پّه داسې حال کې چې په افغانستان کې دداعش ترهه ګرې ډلې راپنځيدلې او فعالیتونه کوي،نړیواله ټولنه په افغانستان کې دیوې اغیزشیندونکي ډلې په توګه دطالبانو ډلې دپيژندلو په حال کې ده .
په همدې دلیل دسیمې هیوادونه اونړیوالې ټولنې له طالبانوډلې غواړي،دافغانستان له حکومت سره دسولې خبرواترو ته کیښني . طالبانوډله هم په افغانستان کې دخپلو حملو په زیاتولو سره دافغانستان له حکومته په خبرواترو کې په قدرت ښودلو او لازمو امتیازونو په ترلاسه کولو پسې ده .دافغانستان،امریکا اوپاکستان په څير هیوادونه هم مدعي دي د داعش ګواښ تر دې دمه جدي نه دی . البته لودیځي هیوادونه په افغانستان کې دخپل پوځي شتون ددوام لپاره له داعش څخه په استفادې پسې دي .
البته دافغانستان دملی پوځ ترڅنګ مجاهدین هم په افغانستان کې له داعش ترهه ګرې ډلې سره دمقابلې لپاره یو ښه بالقوه ځواک دی . داپه داسې حال کې دي چې په سیاسی اوپوځي ډګر کې دشتون لپاره د مجاهدینو له غوښتنې سره سره،دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تراوسه پورې له مجاهدینو داستفادې لپاره کومه ګروهنه نه ده ښودلې .
په عین حال کې د سیاسی ټولنو له نظره اسلام اباد په افغانستان کې د داعش له جوړیدا ګټه پورته کوي او خپلې موخې ورڅخه تعقیبوي چې خورا مهم ئې په افغانستان کې دطالبانو په ځاي د داعش راوستل او د وسله والو ډلو د خوځښتونو دوام دی . دپآکستان دپوځ استخباراتي ادارې آئي ایس آئي ښودلې ده چې په کشمیر او افغانستان کې هیڅکله هم آرامښت نه غواړي . پر دې سربیره داعش په راتلونکي کې دچین او روسیې لپاره هم خنډونه رامینځةکولی او پاکستان هم له دې لارې له لودیځه ډيرې پیسې او شتمنۍ ترلاسه کولی شي .
په عین حال کې په افغانستان کې د داعش ډلې پخوانی ویندوي په ابوابراهیم خراساني مشهور عبدالقادر واحدي په افغانستان کې ددغې ترهه ګرې ډلې موخه له مینځه ،دطالبانو ویستل اعلان کړې ده . خو په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې د ریښو او دجوړیدا دڅرنګوالي په باب دافغانستان دسیاسی چارو یو کارپوه اوشناندی وحید مژده په دې اند دی له دې وروسته چې دطالبانوډلې په وسیله دپاکستان درې غوښتنې پوره نه شوې ، دافغانستان په ختیځ کې یوه ډله سره غونډه شوه چې په پیل کې ئې دپاکستان دطالبانو نامه درلوده او وروسته پر هغوي د داعش نامه کیښودل شوه . دوي طالبان له څو ولسوالیو وشړل او طالبانو په دې خاطر دهغوي په وړاندې مقاومت ونه کړ ځکه چې له خپل مشر ملاعمره ئې کوم حکم نه ؤ ترلاسه کړی او نه پوهیدل چې څه ورسره وکړي .تردې چې ملاعمر دداعش ترهه ګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادي ته یو لیک ولیږه .
هغه ځواب چې ابوبکر بغدادي طالبانو ته ورکړ یو ډير سخت او تند ځواب ؤ او لامل شو په ځينو سیمو کې د داعش او طالبانوډلې ترمینځ یو ډول مخامخیدا رامینځة شي . د وحید مژده په وینا، په افغانستان کې له داعش سره په رابطه کې یو شمیر محدود کسان پيژندل شوي دي چې په هغو کې یو عبدالرحیم مسلم دوست چې دپآکستان داستخباراتو سخت خلاف دی او په یوه وخت کې په پاکستان کې دطالبانو قاضي ؤ .
د مژده په وینا، په افغانستان کې د داعش د ځواک ګمارلو له رودې سره په ارتباط کې هغه څه چې نن سباپه دغه هیوادکې د داعش له خواوینو، کومه فطري غوښتنه نه ده بلکې دپيسو په خاطر ګمارل دي .
په همدې دلیل دافغانستان په خلکو کې د داعش پلي کیدا تر یوه حده ګرانه ده او خلک هغوي نشي منلی . په دې توګه چې په هلمند کې ویل کیږي خلکو د داعش په ضد پاڅون کړی دی . ددغې ترهه ګرې ډلې مشکل دادی چې تراوسه پورې ئې دخلکو په بلنې کې دعقیدتې موضوع په توګه څه نه دي درلودلي او یوازې دآئيډیالوجیکو مسئلو په ځاي ئې مادي مسئلې مطرح کړي دي .
د وحید مژده په وینا،پاکستان دطالبانوډلې دبدنامۍ دمخنیوي په خاطر د هغو له ملاتړو عالمانو اودیني مدرسو غوښتي دي چې جګړه مار طالبان دې په افغانستان کې د داعش په نامه فعالیتونه وکړي چې په ډيره اندازه بدنامه ډله ده .
Add new comment