په افغانستان کې د داعش د راپنځيدا او فعالیت څرنګوالی(1)
په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې دراپنځیدو اوفعالیت د دوام په باب بیلابیل نظزونه او دلیلونه خپره شوي دي . ددغې موضوع داثبات لپاره چې داعش ترهه ګره ډله په افغانستان کې فعاله ده ، دهلمند اوننګرهارپشمول په ځينو ولایتونو کې په بیلابیلو سییمو کې دځينوهغو ډلو حملو ته له دغې ډلې سره نسبت ورکړل شوی دی چې دعملیاتو په وخت له ځان سره ددغې ترهه ګرې ډلې بیرغونه اوچتوي .
په عین حال کې په افغانستان کې ځيني ناپيژندل شوي ډلې اوپټ مخي کسان د داعش ترهه ګرې ډلې بیرغونو په اوچتولو سره داسې بریښوي چې ګواکې دغه ډله په افغانستان کې هم فعاله ده او په دغه هیواد کې مرکزونه او پټنځایونه لري .
په همداوروستیوکې ملګروملتو په یوه راپور کې ویلی دي ، په عراق اوسورئې کې د داعش اویا قوماندانان افغانستان ته تللي دي څو د افغانستان داعش منظم کړي . دملګروملتو دراپور په اساس داعش ترهه ګره ډله دافغانستان په ۲۵ولایتونو کې فعاله ده .
خو دافغانستان حکومت ددغه راپورپه ردولو سره وائي چې داعش ډله د افغانستان په یوازې دوو ولایتونو کې فعاله ده . داپه دې معنا ده چې په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې دفعالیت په باب دافغانستان د حکومت او نړیوالو اورګانونو د راپورونو په باب دنظر جدي اختلافات شته دي .
په عین حال کې په دې باب دملګروملتو راپور ، دچیچنیا ، ازبک ، تاجک قرغیز او دچین دایغوریانو له ملیتونو څخه په افغانستان کې د داعش ډلې سره داړونده ځواک پر فعالیت ناظر دی . دڅارونکو له نظره ، دوي هغه ځواکونه وؤ چې په افغانستان کې ئې دالقاعدې ، یا نورو ورانکارو ډلو او حتی دطالبانو په څير په چوکاټونو کې شتون درلود او اوس دداعش ترنامې لاندې دبیا منظمیدا په حال کې دي .
اوس داپوښتنه مطرح ده هغه کسان چې اوس په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې په عنوان سره فعالیت کوي ، آیا واقعا دا کسان معتقد کسان دي ؟
سیاسی څارونکي په دې اند دي چې دغه ځواکونه اعتقادي نه دي ، بلکې هغه تالی څټي اوپيّلي کسان دي چې دپیسو اوشتمنیو لپاره جنګیږي .په عین حال کې هغه ځواک چې په افغانستان کې بریښوي داعشیان دي،ددغې ترهه ګرې ډلې قساوت نه لري . دافغانستان د حکومتي چارواکو له نظره داعش ترهه ګره ډله په بهرنیو ملاتړونو سره بڼه غوره کولی شي .
پاکستان که څه هم په افغانستان کې د داعش دشتون هرکلی کوي خو د ابوبکر البغدادي د داعش غوښتنه نه کوي . په حقیقت کې پاکستان د دغه هیواد داستخباراتي ادارې آئي ایس آئي جوړ ه کړائ شوي داعش ډله غواړي . د ډيرو په اند د داعش ترهه ګرې ډلې غړي دکرائې پيّلی او تالی څټي دي او هرڅوک ورته لازیاتې پیسې ورکوي دهغوي لپاره جنګیږي ، ځکه په پاکستان کې ددغه ډول ډلو دلارښونې لپاره لومړنۍ خبره پيسې کوي .
****************
Add new comment