دامریکا په دباو سره دسعودی عربستان په مشرۍ ائتلاف جوړ شوی

دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې له ترهګرۍ سره دتش په نامه ائتلاف دامریکا او اسرائیلو تر دباو لاندې جوړ شوی او له دغه ائتلاف د مسلمانانو د ژغورنې هیڅ هیله نشی کیدلای .
د پاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د جامع سفیر جومات امام او خطیب مولانا قاری عبدالرحمان نورزی پرون له تهران راډیو پښتو خپرونې سره په مرکه کښې وویل دسعودی عربستان په مشرۍ دځینو اسلامی هیوادونو ائتلاف د معلومو هدفونو لپاره جوړ شوی دی او دهغه دپردې شاته امریکا غواړی هغه هیوادونه چې دامریکا او اسرائیلو د خوښې وړ دی پیاوړی کړی او داسلامی ویښتیا حرکتونه له مینځه یوسی .
هغه د ترهګرۍ په هکله د سعودی عربستان دوه ګوڼه سیاست ته په اشارې سره وویل سعودی عربستان همدا اوس په یمن پوځی حملې سره ددغه هیواد دمظلومو خلکو په عام وژلې بوخت دی او څرنګه کولای شی دداعش په شمول له ترهګرو ډلو سره چې په خپله یې مالی او پوځی ملاتړ کوی مبارزه وکړی .
د پاکستان په کویټه کښې د جامع سفیر دجومات خطیب او امام وویل سعودی عربستان په داسې حال کښې له داعش سره دمبارزې اراده لری چې په خپله د خدای پاک ج او داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص احکام تر پښو لاندې کوی او مسلمانانو ته هیڅ ارزښت نه ورکوی .

Add new comment