له ترهګرۍ سره پر مقابله د پاکستان د لومړی وزیر ټینګار

د پاکستان لومړی وزیر په پېښور کې پر یوه پوځی ښوونځی د پاکستانی طالبانو د ترهګر برید د کلیزې په مراسمو کې، له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ.
د پاکستان لومړی وزیر په پېښور کې پر یوه پوځی ښوونځی د پاکستانی طالبانو د ترهګر برید د کلیزې په مراسمو کې، له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ.
د سماء ټلویزیونی چینل د خبر له مخې، د پاکستان لومړی وزیر، محمد نوازشریف نن اعلان کړی چې په پېښور کې پر یوه پوځی ښوونځی د پاکستانی طالبانو د برید په کلیزه کې دغه ورځ د زده کړې لپاره د ملی هوډ ورځ نومولې ده.
د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۱۶مه نېټه د پاکستان تحریک طالبان په پېښور ښار کې پر پوځی ښوونځی برید وکړ چې له امله یې کابو ۱۵۰ کسان ووژل شول چې له ۱۳۰ ډېر یې زده کوونکی وو.

Add new comment