د عربستان له خپل سری اقدام څخه د پاکستان غوصه

د تش په نامه ترهګرۍ ایتلاف په نوم لړ کې د پاکستان د نوم په شاملولو کې د عربستان خپلسری اقدام، د اسلام آباد غوصه راپارولې ده.
د پاکستان د مشرانو جرګې غړی د ریاض ددې اقدام په غبرګون کې ویلی، اسلام آباد ریاض ته مخکې ځواب ورکړی دی او پر یمن د برید په ایتلاف کې ددغه هېواد د نه مداخلې د اړتیا په اړه د پاکستان د پارلمان ګډه مصوبه هماغه شان په قوت سره پرځای پاتې ده.
طاهر حسین مشهدی نن له ایرنا سره په خبرو اترو کې ویلی چې څرګنده نده چې عربستان په کومې موخې سره د پاکستان نوم له دغه هېواد سره له غږملتیا پرته د ۳۴ اسلامی هېوادونو په نوم لړ کې شامل کړی او ادعا یې کړې چې دغه هېوادونه د عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ایتلاف کې ځای لری.
نوموړی ویلی، پاکستان د هغه داسې اقدام سخت مخالف دی چې د اسلامی امت ترمنځ د اختلافونو د زیاتېدو لامل ګرځی او دغه ایتلاف به اسلامی نړۍ ته له زیان رسولو پرته بله نتیجه ونه لری.

Add new comment