په ستانبول کې د ترکیې د واکمن ګوند پر ودانۍ برید
په ستانبول کې د ترکیې د واکمن عدالت او پراختیا ګوند پر ودانۍ د ناپېژاندو وسله والو له خوا برید شوی.
د ایرنا خبری آژانس د خبر له مخې، څو تنو ناپېژاندو وسله والو کسانو نن د ستانبول په عمرانیه سیمه کې د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند پر ودانۍ د اور اچوونکو بمونو په غورځولو سره برید کړی او دغه ودانۍ یې سوځولې ده.
په دې برید کې چاته مرګ ژوبله نده رامنځ ته شوې.
Add new comment