په نایجریا کښې د شیخ الزکزکی د په زرګونو پلویانو مظاهرې
د نایجریا د اسلامی غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم الزکزکی په زرګونو پلویانو د کادونا ولایت په واټونو کښې د مظاهرې په ترسره کولو سره د خپل مشر د آزادولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکاوه چې شیعیان به د جنایتونو د دوام په وړاندې غلی کښیننی.
د نایجریا د اسلامی غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم الزکزکی په زرګونو پلویانو د کادونا ولایت په واټونو کښې د مظاهرې په ترسره کولو سره د خپل مشر د آزادولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکاوه چې شیعیان به د جنایتونو د دوام په وړاندې غلی کښیننی.همدغه رازد شیخ الزکزکی په زرګونو پلوی شیعیانو پرون د خپل مشر په غیر قانونی نیولو په اعتراض کښې د کانو؛کادونا؛باؤچی؛کاتسینا او ګومبه په واټونو کښې غونډې وکړې.اعتراضکونکو د تورو جامو په اغوندلو او زمونږ مشر ژر آزاد کړئ؛د پوځیانو له لوری د بیګناه ښاریزو د عام وژلې لپاره هیڅ توجیه نشته او ولې باید زمونږ اسلامی مرکز نابود کړئ په څیر په شعارونو سره د پلی کارتونو په پورته کولو سره په واټونو کښې حاضر شول.
د نایجریا اسلامی غورځنګ هم اعلان وکړ: په زاریا کښې د پوځیانو حملې ددغه هیواد دشیعیانو د قتل عام په موخه شوی دی.د پریس ټی.وی له راپور سره سم د نایجریا د اسلامی غورځنګ ویندوی ابراهیم موسی پرون ټینګار وکړ:د نایجریا وروستی غمیزه ددې ښودنه کوی؛د محمد بخاری د حکومت چارواکو دا پروګرام له مخکښې پلان کړی ؤ څو د شیعیانو د پوره ختمولو لپاره د پخوانی اولسمشر ګودلاک جاناتان د دولت نیمګړی کار پای ته ورسوی.نایجریای فعالان وائی په زاریا کښې د پوځ په عملیاتو کښې ګڼ شمیر شیعه مسلمانان وژل شوی دی.ابراهیم موسی زیاته کړه:حکومتی چارواکو اسلامی غورځنګ دحملې ځای ته له لاسرسۍ محرومه کړی دی خو په زاریا کښې د مړیو د سړیخونې چارواکو تایید کړی چې دغه ځای ته لږ تر لږه اته سوه مړی منتقل کړای شوی دی چې پکښې اته اویا ښځې هم دی.
له بل پلوه دنایجریا په ختیځ کښې د یولا ښار مسلمانانو هم د پراخې مظاهرې په جوړولو سره په زاریا ښار کښې د بیګناه خلکو په بی مخینه وژلې اعتراض وکړ.
د تیرې اتبارورځې پّه سهار د نایجریا په زاریا ښار کښې په بقیًه الله امامبارګاه او د شیخ ابراهیم الزکزکی په کور د پوځیانو په حملو کښې د شیخ الزکزکی د زوی او د اسلامی غورځنګ د څو مشرانو په شمول په سلګونو شیعیان ووژل شول.شیخ الزکزکی ته نیژدې کسانو وییلی د خبروحکومتی سرچینو له لوری معلوم شوی وو د هغه او مسلمانانو لپاره د ستونزو د رامینځته کولو او دهغه د نیولو لپاره هڅې روانې دی څو د هغه د دینی او مذهبی فعالیتونو خنډ شی او هغه د غرضی راپورټونو په نتیجه کښې نیول شوی دی او دا ددې ښودنه کوی چې د هیواد چارواکی په دغه افریقائی هیواد کښې د تشیع مذهب له پراخیدا ویره لری.
نایجریا د افریقا د لوی وچې تر ټولو زیات نفوس لرونکی هیواد دی چې د شیعیانو شمیر پکښې خورا زیات دی او زیاتره د هیواد د شمال لویدیځ په ګادونا؛ کانو او سوکوتو ولایتونو کې استوګن دی.
د نایجریا د شیعیانو د اسلامی غورځنګ ویندوی دشیعیانو له وژلې وروسته د حالاتو د کړکیچنولو لپاره د پوځ له هڅو پرده پورته کړه.عبدالله دانلادی وویل:د نایجریا پوځ نیت درلوده د حالاتو په کړکیچنولو سره په ځینو سیمو کښې د بمونو په چودولو او د بوکو حرام ډ لګۍ په څیر په اقداماتو سره دغه اقدامات په دغه ډ لګۍ پورې وتړی.هغه زیاته کړه:د نایجریا حکومت نښتو او تاوتریخوالی ته د اسلامی غورځنګ د ورکاږلو او پارولو لټه کوی خو ډیر ښه یې ولیدل چې دغه غورځنګ داسې لوبې ته نه ورځی.
د نایجریا د پوځ دغه اقدام په داسې حال کښې دی په څو وروستیو ورځو کښې بوکو حرام هم خپل ترهګر فعالیتونه زیات کړی دی او په کانو کښې یې په خپلو پرونیو حملو کښې یو شمیر کسان مړه او ژوبل کړل بوکوحرام افراطی ډ لګۍ په کانو کښې په دریو کلیو په حملو کښې لږ ترلږه دیرش تنه مړه او شل ژوبل کړل
Add new comment