پاکستان د عربستان په خود سرانه اقدام باندی نیوکه وکړه
د تی وی شیعه د راپور له مخی، د ایرنا نه په نقل، د پاکستان د خارجه وزیر مرستیال؛ د تش په نامه ټروریزم ضد ائتلاف په لیسټ کی، د پاکستان د نامه په لیکلو کی، د عربستان په خود سرانه اقدام باندی نیوکه وکړه.
اعزاز احمد چودری؛ تیره شپه په اسلام آباد کی د خبریالانو په ټول کی، وویل: د نواز شریف دولت نه پوهیږی چی؛ د عربستان دولت څرنګه د پاکستان نوم؛ پدی لیسټ کی لیکلئ دئ .
د عربستان خبری آژانس پرون په یو ګستاخانه اقدام کی، د ۳۴ اسلامی هیوادونو څخه جوړ، یو لیسټ؛ د هغوی سره له مشورې او غږملتیا پرته،اعلان کړ؛ چی دغه هیوادونه د ریاض په مشرۍ د تش په نامه ټروریسټی ضد ائتلاف غړی دی.
Add new comment