د سوریې د خلکو قاتلان دې له هغوي سره د مرستې ادعا نه کوي

په ملګرو ملتو کښې د سوریې استازي خپل هیواد ته د ترهګرو د ننباسلو لپاره د خپلو سرحدونو د خلاصولو په وجه په ځینو ګاونډي هیوادونو نیوکه وکړه.
سوریه الآن ویب سایټ نن د بشارالجعفري له قوله خبر ورکړ: ځینو هیوادونو سوریې ته د ترهګرو د تګ لپاره خپل سرحدونه پرانیستي دي، د هغو ترهګرو لپاره چې مینځ لاري ترهګر نومول کیږي څو جرمونه او جنایتونه یې توجیه شي.
الجعفري د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې په غونډه کښې وویل: کوم ترهګر چې د ګاونډي هیوادونو له پولو سوریې ته راځي د خلکو له وژلو، ورانکارۍ او د کډوال شویو خلکو د بدن د اندامونو له غلا کولو پرته بل ماموریت نه لري.
هغه وویل: نړیوالې ټولنې په سوریې کښې د ترهګرو د تیرو څو کالو په جرمونو او جنایتونو باندې په سترګو پټولو سره د دغو جنایتونو او د بیګناه خلکو د وژلې له بې مخینې زیاتوالي سره مرسته کړې ده.

Add new comment