د معظم رهبر لیک د حق او باطل ترمینځ د فرق معیار او لویدیځو ځوانانو ته یو خبرداری دی
د تهران د جمعې لمانځه خطیب لویدیځوځوانانو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لیک د اسلام د دین موجودو حقایقو ته د فطرتونو رابلونکی او روښانونکی وباله.
حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقي نن د تهران د جمعې د لمانځه په خطبو کښې لویدیځو ځوانانو ته د اسلامي انقلاب د ستر لارښود دویم لیک ته په اشارې سره زیاته کړه: دا لیک د حق او باطل ترمینځ د فرق معیار او د لویدیځو هیوادونو ځوانانو ته یو خبرداری دی څو تحقیق وکړي چې د لویدیځې دنیا د چلول، تاوتریخوالي، تندلاریتوب او ټرور د حقایقو د څرګندیدو مخه کومو خنډونو نیولې ده.
د تهران د جمعې د لمانځه موقت امام په دې خبرې سره چې لویدیځو ځوانانو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په لیک کښې د قهر او تشدد جرړې څیړلې شوي او دلویدیځې نړۍ دوه ډوله سلکونه ډیر په ظریفه او حکیمانه توګه ښودل شوي دي، هیله وکړه چې دا لیک د اسلام د انقلاب د نړیوال کیدو زیری وي.
د تهران د جمعې د لمانځه خطیب همداشان د لیندۍ د میاشتې شپاړسمې نیټې یعنې په ایران کښې د محصل ورځې ته په اشارې سره وویل: د ایراني محصلینو هویت له لویدیځي هویت سره ډیر فرق لري.
حجت الاسلام والمسلمین صدیقي څرګنده کړه: ایراني محصلین دیني هویت لري او لویدیځ پلوو له ټولو هلوځلو سره سره ونه کړی شول د ایران پوهنتو د خپلې فکر په خونې بدل کړي.
حجت الاسلام والمسلمین صدیقي د خطبو په دوران کښې د عراق خاورې ته د ترکیې د پوځیانو د ننوتو په غندنې سره دا اقدام یو خطرناک بدعت وباله چې خپله د ترکیې، اسلامي هیوادونو او د سیمې د امنیت په تاوان دی.
هغوي د ترکیې چارواکو ته خبرداری ورکړ چې په نه سنجول شویو پوځي اقداماتو سره دې د سیمې امنیت نه خرابوي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د آذربایجان جمهوریت د نارداران کلي له دیندارو خلکو سره د دغه هیواد د پولیسو د نښتې په هکله هم د آربایجان حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د هیواد د دیندارو خلکو ځورونه او ورباندې د بندیزونو لګول د آذربایجان جمهوریت د حکومت په ګټه نه دي.
Add new comment