له اسلامه دفاع د امام حسن (ع) په سیرت کښې

نن د صفرې اتویشتمه نېټه د امام حسن مجتبی (ع) د شهادت کلیزه ده چې د نړۍ مسلمانان هر کال په دې ورځ د خداے د ګران رسول (ص) او د هغه حضرت د قدرمن نمسی د ژوند د نمر د پرېوتو په غم کښې په ویر اخته کیږی
نن د صفرې اتویشتمه نېټه د امام حسن مجتبی (ع) د شهادت کلیزه ده چې د نړۍ مسلمانان هر کال په دې ورځ د خداے د ګران رسول (ص) او د هغه حضرت د قدرمن نمسی د ژوند د نمر د پرېوتو په غم کښې په ویر اخته کیږی او د دغو قدرمنو بزرګانو یاد او خاطره نمانځی. امام حسن (ع) د خداے د ګران پېغبر (ص) له رحلته څلوېښت کاله وروسته په پنځوسم هجری قمری کال کښې په داسې یوه ورځ شهید کړے شو.
هغه حضرت د ژوند په وروستیو شېبو کښې د خپل ورور امام حسېن (ع) لاس ونیوۀ او وې فرمایل، د ژوند وروستۍ شېبې مې دی په دې وجه چې زما او ستا ترمېنځ جدائی رامنځته کیږی زیات خفه یم خو د خپل نیکۀ حضرت محمد مصطفی (ص) او پلار علی (ع) او مور مې فاطمه (س) د لیدو په امید خوشحاله یم. زما خوږه وروه! درته نصیحت کوم چې زما د وارثانو ترمېنځ خطاکاران په بزرګوارۍ سره وبخښه او نېکوکاران قبول کړه او له ما نه وروسته د ټولو لپاره یو مهربان پلار اوسه.))
د هغه حضرت د شهادت د کلیزې په موقع د تسلیت او تعذیت په عرض کولو سره څو شېبې له تاسو سره مل یوو چې د دغه قدرمن امام له برکته د ډک ژوند سره آشنا شوو.
امام حسن (ع) د امام علی (ع) او بی بی فاطمې (س) زوے او د خداے د قدرمن رسول (ص) وړومبنے نمسے دے. هغه حضرت د خپل ژوند اته کلن دوران د پېغمبر اکرم (ص) ترڅنګه تېر کړ او د هغه حضرت له اعلی خوی او خصلت څخه یې تاثیر حاصل کړ او د خداے د ګران رسول (ص) له محضر څخه یې الهی اسرار او حقائق زده کړل. کله کله به داسې وشول چې امام حسن (ع) به د وحی د نازلېدو په وخت دخداے د ګران رسول (ص) ترڅنګه ؤ او د هغه حضرت له خولې به یې الهی مبارک آیتونه اورېدل، او خپلې مور بی بی فاطمه زهر (س) ته به یې اورول. د امام حسن (ع) د خصوصیتونو په حقله نقل شوی دی چې د شکل او اخلاقو له لحاظه له هر چا نه زیات د پېغمبر اکرم (ص) په شان ؤ، زیات زغم لرونکے، عاجز طبعه او د خلقو ترمېنځ یې په کرم او بخشش سره شهرت لرۀ. په دا ډول چې هغه حضرت درې ځل او هر ځل خپل نیم اموال د خداے په لاره کښې حاجتمنو ته وبخښل او ((د اهلبېتو کریم)) لقب یې حاصل کړ. کریم هغه کس ته ویل کیږی چې زیات بخشش کوونکے او سخاوتمند وی.
امام حسن مجتبی (ع) د خپل پلار امام علی (ع) له شهادته وروسته امامت ته ورسېد. په هغه زمانه کښې اسلامی ټولنه له حساسو حالاتو سره مخامخه وه. د اسلامی امت رهبری او مشری یوه ډېره مهمه موضوع وه. امام حسن (ع) د خپل پلار له شهادته وروسته په یوه وېنا کښې د خداے د ګران رسول (ص) او امام علی (ع) د لارې حقانیت خلقو ته بیان کړ او د پېغمبراکرم (ص) پاک اهلبېت علیهم السلام یې د نورانی ډیوو په توګه چې د خداے له ګران رسول (ص) نه وروسته د حقیقت روښانه کوونکی دی یاد کړل. امام حسن (ع) په وضاحت سره د پېغمبراکرم (ص) پاک اهلبېت علیهم السلام له مقامه دفاع وکړه او د رهبرۍ د ډېر درون مسئولیت د ترسره کولو لپاره یې خپله امادګی اعلان کړه.
په کوفه ښار کښې له هغه حضرت سره زیاتو خلقو بیعت وکړ او هغه حضرت د خلقو امامت په یوه مضطربه او ناارامه فضاء کښې په غاړه واخېست. له امام حسن (ع) سره د خلقو بیعت د معاویه لپاره چې په شام ټاټوبی کښې واکمن ؤ ناڅاپه ؤ نو ځکه له امام حسن (ع) سره د مقابلې په لټه کښې شو. امام له معاویه وغوښتل چې له ضد او زېل څخه دې لاس واخلی او له حق څخه دې متابعت وکړی. خو له امام سره د هغۀ مخالفت دومره حد ته رسېدلے ؤ چې له هغه حضرت سره د مقابلې لپاره یې لښکر د عراق لوری ته روان کړ. معاویه د دغې لښکر کشۍ د پردې شا ته د کوفې نفوذ لرونکو خلقو ته د طمعې او لالچ ورکولو کوشش شروع کړ.
امویانو په غولوونکو وعدو سره ځینې نفوذ لرونکی او نامتو کسان له امام حسن (ع) سره له ملګرتیا انکاری کړل. بیا معاویه له امام سره د جنګ اعلان وکړ. امام حسن (ع) هم له تیری ګرو سره د مقابلې لپاره په څلور زرو تنو مشتمل یو لښکر تیار کړ او خلق یې ټینګې اودرېدنې او له حق څخه دفاع ته راوبلل. خو د ځینو خلقو په تېره بیا د امام د لښکر په ځینو قوماندانانو کښې د عافیت غوښتنې او تسلیمېدو نښې نښانې په ښۀ ډول څرګندې وې. دغه دنیا پرستی او منفعت غوښتنه د دې سبب شو چې د امام لښکریان له هغه حضرت سره خیانت وکړی. په دې مرحله کښې امام حسن (ع) په دقت او ژور نظر سره حالات او احوال وسنجول او پوه شو چې له سختو حالاتو سره مخامخ شوے دے چې له معاویه سره د جنګ زیان یې له فائدې نه زیات دے . نو ځکه د اسلام له راتلونکی او مستقبل او د مسلمانانو له برخلیک څخه د اندېښنې په دلیل یې مصلحت په دې کښې ولیدۀ چې له جنګ او مقابلې څخه ډډه وکړی. په دا ډول امام حسن (ع) له معاویه سره په یوې معاهده کښې سوله ومنله.
له بلې خوا په هغوحساسو حالاتو کښې د روم له لوری د اسلامی ټاټوبی پولې له ګواښ سره مخامخې وې او هره شېبه دا امکان موجود ؤ چې په مسلمانانو حمله وکړی. په مسلمه توګه د مسلمانانو ترمېنځ جنګ رومیان خپلو هدفونو ته لا نزدې کول. روایت شوے دے چې امام حسن (ع) د سولې له قبلولو وروسته په یوه وېنا کښې وضاحت وکړ چې جنګ د مسلمانانو په ګټه نۀ دے او بیا یې د سورۀ انبیاء یو سل یولسم مبارک آیت قرائت کړ چې د دې بیانوونکے دے چې سوله یې د خلقو لپاره آزمائېنه او د هغوی په ګټه ده. د امام حسن (ع) یو ملګرے ابوسعید وائی:
(( د سولې د معاهدې له لاسلیکولو وروسته د هغه حضرت په خدمت کښې حاضر شوم او ومې ویل چې اے د خداے د ګران رسول (ص) فرزنده! ولې دې له معاویه سره روغه جوړه وکړه په داسې حال کښې چې پوهېدې چې مشری او رهبری ستا حق دے؟ امام حسن (ع) زما د پوښتنې په ځواب کښې د مکې له مشرکانو سره د پېغمبراکرم (ص) سولې ته اشاره وکړه او بیا یې د قران شریف په استناد سره د حضرت خضر او حضرت موسی علیهم السلام داستان بیان کړ چې خضر (ع) هغه کشتۍ چې پکې سوارۀ ؤ معیوبه کړه چې د مالکانو او سورو خلقو لپاره باقی پاتې شی، په داسې حال کښې چې د داسې چارې حکمت او فلسفه له موسی (ع) پټه وه. امام حسن مجتبی (ع) راته په دوام کښې وفرمایل چې زما روغه جوړه هم یو لړ اسرار او رازونه لری چې اوس له تاسو پټ دی او نتائج به یې وروسته څرګند شی.))
امام حسن (ع) په یو بل ځاے کښې ابوسعید ته وفرمایل: ((که ما دا کار نه وې کړې نو د زمکې په سر به د اهلبېتو علیهم السلام یو پېروکار هم نه ؤ پاتے شوے او ټول به قتل عام شوی وو. په هغه چاره کښې چې ما او معاویه پکې اختلاف لرۀ حق له ما سره ؤ خو هغه مې هغۀ ته ورکړ او دا کار مې ستاسو د سر او وینې د حفاظت او ستاسو د شتمنیو د حفاظت لپاره وکړ.))
له دغې واقعې وروسته امام حسن (ع) مدینې ښار ته راستون شو او په صبر او فهم سره یې خپل پروګرامونه به نوی شکل سره شروع کړل. له دې امله چې د اموی ظالمو واکمنانو زیاتره کارونه د دین په ظاهری شکل او پوستکی سره کېدل، په دین کښې د انحراف او له اسلامی نظریاتو او افکارو څخه د غطلې مطلب اخېستنې خطر زیات ؤ نو ځکه د امام حسن (ع) مهم فعالیتونه په دغه بنیاد ترسره کېدل چې د اسلام اصول د خلقو او متفکرانو لپاره په روښانه او واضحه توګه بیان کړی چې هغوی په لاره او بې لاریتوب کښې فرق وپېژنی.
په مدینه کښې د امام له موجودګۍ ورسته محدثان او متفکران له هغه حضرته چاپېره راغونډ شول. دغه کسان لد خداے د ګران رسول (ص) اصحاب وو او یا د امام علی (ع) ملګری وو. د هغوی ترمېنځ د جابر بن عبدا... انصاری، حبیب بن مظاهر ‎، حُجر بن عَدی، زېد بن ارقم، سلېمان بن صُرد خزاعی، کمېل بن زیاد او مسلم بن عقیل په شان شخصیتونه لیدل کېدل. دا هغه کسان وو چې له مختلفو ښارونو څخه راغلی وو او د صحیح علمی او معنوی تربیت په وجه د امویانو د تحرکاتو په مقابل کښې ټینګ اودرېدل.
ابن صباغ مالکی په مدینه منوره کښې د امام حسن (ع) د علمی فعالیتونو په بیانولو کښې لیکی:
((د سهار نمونځ به یې په نبوی جومات کښې ادا کوۀ او تر نمر راختو پورې به د خداے پاک په ذکر کښې مشغولېدۀ. د ورځې به ترې خلق چاپېره راغونډېدل او هغه حضرت به هغوی ته الهی تعلیمات اواحکام بیانول... خلق به ورته راغونډېدل چې د هغه حضرت وېناوې واوری چې د اورېدونکو زړونه پاک کړی او د معارفو تږی کسان خړوب کړی. د هغه حضرت بیان به پرېکنده ؤ. په دا ډول چې پکې به د احتجاج او بحث ځاے نه پاتې کېدۀ.))
د امام حسن (ع) د فعالیتونو یوه بله برخه د امویانو د دباوونو په مقابل کښې د خپلو مینه والو ملاتړ سره مخصوصه وه. په دغو مواردو کښې امام د دغو شخصیتونو د پناه یوازېنے ځاے ؤ او ټول به په جرائت سره د معاویه د کارګزارانو او ملګرو د ظلم په مقابل کښې ټینګ اودرېدل. امام به په ځلونو د امویانو د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستۀ او د هغوی له کارګزارانو او درباریانو څخه به یې بېزاری څرګندوله.
امام حسن (ع) همدارنګ په ګڼ شمېر مواردو کښې معاویه مخاطب کړے او ورته یې خبردارے ورکړے دے. هغه حضرت یوه ورځ معاویه ته یادونه وکړه چې: ((خلیفه هغه کس دے چې د پېغمبر اکرم (ص) په سنتو عمل کوی او له خداے پاک څخه اطاعت کوی. خلیفه هغه کس نۀ دے چې له خلقو سره ظالمانه سلوک کوی، د پېغمبراکرم (ص) سنت شا ته غورزوی او دنیا خپل مور پلار ګرځوی او د خداے پاک بندګان خپل مریان او د هغوی مالونه خپل مالونه بولی. ځکه چې داسې کس یو داسې باچا وی چې باچائۍ ته رسېدلے وی او کمه موده ترې فائده اوچته کړی او بیا (د دغې باچائۍ او واکمنۍ) له خوندونو جدا شی...))
امام حسن (ع) په مدینه منوره کښې په خپلو سیاسی، اجتماعی او کلتوری پروګرامونو سره د خلقو ترمېنځ د بېدارۍ یوه نوې څپه رامنځته کړه. د امام حسن (ع) فعالیت تر دومره حده پراخه ، نفوذ لرونکے او تاثیر کوونکے ؤچې خلقو ویل چې امام حسن (ع) د خپل پلار امام علی (ع) یاد راژوندے کړے دے. په مسلمه توګه دغه حالات د امویانو لپاره ناخوښه او اندېښمنوونکی وو نو په همدې وجه په دې لټه کښې شول چې په مدینه ښار کښې د امام حسن (ع) د فعالیتونو مخه ونیسی. خو هر څومره چې یې کوشش وکړ وې نکړې شول امام له هغې لارې چې یې غوره کړې وه منعې کړی. بالاخره یې فېصله وکړه چې د هغه حضرت د وجود شمع مړه کړی نو په دا ډول امام حسن (ع) ته په پنځوسم هجری قمری کال کښې په یوې دسیسه کښې د معاویه د عواملو لخوا زهبر ورکړې شول او په داسې یوه ورځ شهید کړې شو.
د امام حسن مجتبی (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت یو ځل بیا د تسلیت او تعذیب په عرض کولو سره د هغه حضرت یوه وېنا درته اوروو چې فرمائی: ((د خداے پاک په نزد ترټولو لوړ مقام د هغه چا دے چې د خلقو له حقوقو خبر وی او د هغو حقوقو د پوره کولو کوشش کوی.))

Add new comment