د حضرت محمد(صلی الله علیه و آله) رحلت او د امام حسن(علیه السلام) د شهادت
نن پنجشبه د ۲۰۱۵ میلادي کال د دسمبر دمیاشتې لسمه (۱۰)چې د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د صفرې میاشتې اتویشتمه(۲۸) ده او دغه ورځ د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم او ددنیا دشیعه مسلمانانو ددوهم (۲)امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام دشهادت له کلیزې سره سمون خوري .
داسلام ګران رسول حضرت محمدص په یولسم(۱۱) هجري قمري کال کښې له خپل رحلت مخکې په عطوفت او مینې سره دنبوي شریعت احکام او اصول په ښو رودو او په عین حال کښې په متین او محکم ډول بیان کړل او ددین دحقه معارفو په خپرولواو دودولو کښې یې په ترټولو ښه ډول کوشش وکړ .
ددنیا دشیعه مسلمانانو دوهم(۲) امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام هم چې کابو دیرش(۳۰) کاله یې له خپل ګران پلار علي ابن ابي طالب علیه السلام سره کار کاوه د پنځوسم(۵۰) هجري قمري کال د صفرې په اتویشتمه(۲۸) نیټه په اووه څلویښت(۴۷) کلنۍ کښې د معاویه په حکم او دهغه(امام حسن مجتبی علیه السلام ) دښځې په لاس زهر ورکړل شول او شهید کړی شو .
دټول اسلامي ایران خلک د حضرت محمد ص د رحلت او دحضرت امام حسن مجتبی دشهادت دکلیزې په مناسبت په جوماتونو او امامباړو په تیره بیا په مشهد کښې دحضرت امام رضا علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې ماتم کوي .
Add new comment