دلودیځ ځوانانوته داسلامی انقلاب دمعظم لارښود لیک انعکاسونه هماغه راز په زیاتیدادی
دلودیځ ځوانانو ته داسلامی انقلاب دمعظم لارښود لیک دنړۍ د اوسنیو شرائطو په اساس لیکل شوی دی او اوسنی زمانه همدغه شان لیکونوته ډیره اړتیالری .
دآذربایجان جمهوریت یوه سیاسی کارپوه روشن نورزواوغلو په یولړڅرګندونو کې ددغه لیک اهمیّت ته په اشار ې سره وول دغه لیک دنړۍ د اوسنیو شرائطو په اساس لیکل شوی دی او اوسنی زمانه همدغه شان لیکونوته ډیره اړتیالری .
هغه زیاته کړې ، په دغه لیک کې ځوانان له دینی تعصباتو پرته دحقیقی اسلام په باب تفکر ته بلل شوی دی .
په آذربایجان جمهوریت کې دحزب اسلام غورځنګ دمیرمنو دبرخې مشرې میرمن نورسته ابراهیم آوا هم دغه لیک په اوسنۍ څپڅپانده نړۍ کې دځوانانو دژوند دلارې روښآنه کونکی بللی او ویلی ئې دی ، دایران د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په دغه لیک کې دترهه ګرۍ سپیرو پایلوته په اشارې سره له ځوانانو غوښتل شوی له دغو وروسیتو پیښو دې تجروبه ترلاسه کړی او په ژور فکر او لازم بصیرت سره دې داسلام په باب ژوره مطالعه وکړی او په شرافتمندانه ژوندکې دې ګامونه پورته کړی .
همداراز دآذربایجان جمهوریت اسلامی وحدت دټولنې مشر او دټولنیزې پراختیا یوه فعال ځوان علی یف کنعان هم دایران داسلامی انقلاب دمعظم لارښود لیک دسولې جارچی او دترهه ګرۍ مخالف بللی او ویلی ئې دی دغه لیک دحقیقی اسلامی تفکر ترجمانی کړې ده
Add new comment