اسلام او دژوندسټایل(2)

ممکنه ده وویل شي د تنګڅې په حال کې څرنګه انفاق او یا احسان کیدلی شي ؟ ،نو ځواب ئې دادی چې تنګدست انسان ، دخپلې توانمنۍ په اندازه له نورو سره احسان او نیکي کولی شي .له بلې خوا باید دې ټکي ته پام وشي چې انفاق او احسان،مال اوشتمنۍته مخصوص نه دی، بلکې دخداي هرډول نعمت پکې شاملیږي ، هغه که مال اوشتمي وي او یا علم او پوهه او یا نور نعمتونه .
په دې توګه خداي پآک غواړي دسخاؤت،سرښيندنې او بخښنې روحیه، حتی په اړمنو کې هم تل پاتې کړي .ځکه چې اسلام د اجتماع له ډګره د محرومیتونو دختمولو پراهمیّت سربیره،داحسان او نیکۍ کارونو ته هم روزونکی پام لري چې دبې وزله او غني پشمول ټول انسانان پکې شاملیږي
احسان په دوو بڼو کې راپنځيږي ، یو په اخلاقي حوزې ،شخصي کړنې او بل په ټولنیز چلند او اخلاقو کې ، البته باید پام وشي چې اخلاقي فضیلت او شخصي کړنې دانسان په کارونو او چلندي غبرګونونو کې هم ځان څرګندوي .
خداي پاک دقرآن کریم په آیتونو کې لمونځ،صبر،اهل بیت علیهم السلام سره مینه ، دشپو ژوندي کول،دعا، او استغفار چې شخصي عملونه دي ، داحسان دمصداقونو په توګه معرفي کوي ،ځکه چې دغه هریو شخصي عمل چې دانسان خوي ، اخلاق او هم شخصیت نندارې ته وړاندې کوي،دهغه په ټولنیز ژووند کې ډيرې اغیزې شنیدي او دهغه دژوند سټایل او روده بدلوي .
مثال په توګه ، ایمان داحسان دیوه مصداق په توګه مطرح شوی دی . هیڅ شک نشته چې پر خداي ،قرآن اوآخرت باؤر په شخصي چلندونو کې هم ځان بریښوي او اصولا دانسان چلند او دژوند سټایل له دغه شان فکر او باؤر سره بدلیږي او ویل کیدلی شي دهغه دژوند ټول اړخونه له دغو لوړو اعتقاداتو او نیکو کارونو اغیزمن کیږي .
د ټولنیز چلند په حوزې کې هم داحسان دمصداق دوو څانګو ته توجه کیدلی شي چې له هغو ځيني دناخوښو کارونو دپریښودو په معنا دي او ځيني د خوښو کارونو دترسره کولو په معنا دي . په دې معنا چې د قرآن کریم له نظره یوازې دکار او یوه عمل ترسره کول احسان نه شمیرل کیږي ، بلکې حتی کله کله دناخوښ کار پریښودل او نه کول ،پخپله داحسان یو مصداق کیدلی شي.په هغو موردونو کې چې خداوندمتعال ئې پریښودل د احسان مصداق ګڼلي دغوسی یا قهر کنټرولول ګڼل کیدلی شي . په بله وینا ، دعصبانیّت مدیریّت یعني دغوسې کنټرولول دیوه احسان په توګه معرفي شوي دي .
په عین حال کې دخداي پاک له نظره، تقوا داحسان په توګه معرفي کیږي ، ځکه چې متقي کسان،له هرډول ځيږو اوپلیتو کارونو چې عقل او شرعې ځيږ بللي ،ډډه کوي . نو ځکه هغه څوک چې بشپړ تقوا لري ، په شخصي او ټولنیز چلند کې خورا ښه حالت درلودلی شي .همداراز د کبیره ګناهانو پریښودل ،له غیر اخلاقي کارونو اوفساده ډډه کول هم په قرآن کریم کې د احسان مصداق بلل شوي دي .
خداي پاک هغه عملونه چې عقل او شرعې دصالح عمل په توګه پيژندلي ، نیکو عملونو په توګه مطرح کوي .په هغو کې د خداي په لاره کې قرباني کول،په دندې عمل کول او دخلکو دتیروتنو بخښل ، په کورنیو مسئلو کې مصلحتونه،دبوډاګانو دحال احوال او دهغوي احترام کول ، داسلام د دین تبلیغ او خداي غواړي کارونو او وحدانیّت ته د نورو بل ، دخداي په لاره کې جهاد او دسختیانو زغمل ، له محرومو او اړمنو کسانو سره مرسته ،دزکواة او خمس ورکول او دخداي په لاره په تیره بیا له خپلو خپلوانو سره انفاق کولو ته اشاره کولی شو .
په هغو مصداقونو کې چې په قرآن کریم کې بیان شو ي دي پوهیدلی شو چې نیک کار دانسان لپاره ډيرستر مقام دی او که څه هم چې په عدالت سره دغه شان مقام ترلاسه کیدلی شي ، خو باید پوه شو چې دیوه کس انسانیَت داحسان په وسیله اوج ته رسیږي . پر دې اساس داسلامی ژوند په سټایل کې باید پر عدالت سربیره داحسان پر مدار هم عمل وشي، ځکه که وغواړو ژوند حقیقي معنا غوره کړي ، باید دقوانینو او عقلانیّت پر حدونو سربیره ، احساساتو او مهربانیو ته هم وکتل شي او د احسان پر مدار خپل ژوند برابر کړو.
په هرحال داسلامی ژوند په سټایل کې انساني اړیکې باید له عدالته ورآخوا په لوړتیا کې بڼه غوره کړي او دا احسان او نیک کار دی .

Add new comment