اسلام او دژوندسټایل (1)
په نورو خلکو احسان او دوستي یوه فطری او شخصي چاره ده . په حقیقت کې خداوندمتعال ، له نورو انسانانو سره مرستو ته ګروهنه په هر انسان کې دیوې باطني انګیزې او ګروهنې په توګه سسټماټیک کړې ده . انسان په فطري توګه له ښکله او ستاینې سره ګروهنه لري ،له دې امله غوره کارونه دعامو خلکو له خوا ستایل کیږي . احسان او نیکي ، په انسان کې د روحاني خوندونو او ښه احساس درامینځةکیدا لپاره یو غوره او ارزښتمن کار دی چې د انسانانو دلازیات پام او هرکلي وړ ګرځيدلی دی . خداوندمتعال دقرآن کریم په ډيرو آیتونو کې ، احسان او نیک کارونه همداراز نیک انسان ستایلي دي دمثال په توګه دقرآن کریم دبقرې سورې په ۱۱۲آیت کې راغلي دي :
؛.هو! هرکس که خداي ته مخه کړي او نیک کارونه وکړي ، نو له پروردګارسره ئې جایزه خوندي ده او هغوي نه ویریږي او نه غمجنیږي .:
خداي پاک په دغه آیت کې ، نیک کارونه او له نورو سره مرسته کول خداي ته دانسان دپام یو اړخ بللی دی .په بله وینا، په خدايي باندې د ایمان نښې په عمل کې دنیک کار دترسره کولو په بڼه راڅرګندیږي .ټول الهي دینونوه په تیره بیا اسلام نیک کارونو او احسان ته ډير اهمیّت ورکوي او دفکر خاوندانو او واقعي مومنانو په هره زمانه کې هڅه کړې ده چې پخپل وجود کې دغه نیک صفت پیدا کړي .
په اسلامی کلتور کې احسان او نیکي کول له عدالته لابرلاسه دي ، ځکه عدالت دادی ، انسان هغه څه چې دهغه په غاړه دي ، ترسره ئې کړي او هغه څه چې له هغه سره ا ړه لري ترلاسه ئې کړي ، خو احسان دادی چې انسان له هغه څه زیات چې دنده ئې ده ، ترسره ئې کړي او له هغه څه کم چې ئې حق دی ترلاسه ئې کړي .
خداوندمتعال که څه هم دپنځون نظام ئې دعدالت په چورلیز راپنځولی او الهي سنت او خداوندي قانون دعدالت په اساس دی ، خو باید پام ولرل شي چې انساني اړیکې ، له دغې دایرې ورآخوا تعریف شوي دي او عدالت په حقیقت کې ، د دغواړیکو ټيټه مرتبه ده ،خو دهغه لوړه سویه او اندازه احسان او نیکي ده .
که وغواړو دانسانانو ترمینځ اړیکې په یوه چوکاټ کې تعریف کړو، نو باید له دوو پلوه یعني له حقوقي اواخلاقي پلوه ورته فکر وکړو څو وتوانیږو دمطلب حق اداکړو .دانسانانو ترمینځ اړیکې دهغو قوانینو په اساس وي چې دهغوي داړیکو سویه لږترلږه وي .خو دانساني اړیکو نظام یوازې په قوانینو کې نشي تعریف کیدلی .انسان عقل او احساس لري چې هریو بیلابیلې غوښتنې لري .په اسلام کې پر عدالت او احسان، هردواړو ټینګار شوی دی او دعدالت اثبات هیڅکله هم داحسان د نفي کولو په معنا نه دی .د اسې چې د احسان اثبات هم دعدالت دنفي په معنا نه دی . په انساني اړیکو کې احسان زړه ،احساساتو او عواطفو پر مدار هڅه کوي ،څو له عدالت او قانونه یو ګام ورآخوا پورته کړي او انساني اجتماع په مینې او عواطفو سره لاپیاوړي کړي .
احسان او انفاق،پر انسان رغنده اغیزې شیندي په هغو کې دا چې له ځانه دتیریدو د روحیې دپیاوړتیا لامل کیږي او په انسان کې دقربانۍ او بخښنې زمینه برابروي .احسان او نیکي، همداراز په انسانانو کې غږملتیا اوپیوستون رامینځة کوي چې ډير ارزښتمند دی .دقرآن کریم تعلیماتو ته په پام سره احسان نه یوازې خاص توکم ،ډلې او پرګنې ته محصوص نه دی ، بلکې په هرډول مالی او زماني شرائطو کې ددغه کار اهتمام کیدلی شي .خداي پاک دآل عمران سورې په ۱۳۴آیت کې فرمائي :،هغه کسان چې په سختیو او کراري کې انفاق کوي او خپله قهر یا غضب کنټرولوي او دنورو خلکو له تیروتنو تیریږي او خداي نیک خلک خوښوي :. دوي چې په هرډول شرائطو کې ، احسان او نیکي کوي ، په حقیقت کې له نورو سره دمرستې او دهغو په باطن کې د نیک کار روح نفوذ کړی دی .
Add new comment