طالبانو په جلال آباد کې اې سي ۱۳۰ ډوله ستاره الوتکه رانسکوره کړې
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې آژانس خبریال ته ویلي چې په جلال آباد کې امریکايي ستره الوتکه د دوی د ډزو په پایله کې را نسکوره شوې ده .
په کابل کې د امریکا د پوځ چارواکو بیاد یوې خبرپاڼي په نشرولو سره ویلي چې تیره شپه د جلال اباد په هوايي ډګر کې ددوی د ځواکونو یوه فوځي ، بار وړونکې الوتکه (C-130) غورځېدلې چې له کبله یې ۱۲ تنه وژل شوي.
په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند برین ټریبوس ویلي چې الوتکه هواته د پورته کېدو وروسته سمدستي وغورځېدله.
نوموړي وویل چې په دغه پيښه کې ۱۲ تنه ووژل شول، چې د هغو څخه ۲ تنه افغانان، ۵ تنه د الوتکي چلونکي د امریکايي پوځ افسران، او پاته ۵ کسان د ناټو سره بهرني قراردادیان وه.
نوموړي ویلي چې د پوځ ۵ تنه افسران د الوتکي پیلوټان وه.
هغه زیاته کړه چې په الوتکه کې سپاره ۵ تنه قراردادیان د ناټو په مشري د بشپړي همکاري په سلسله کې د افغاني ځواکونو د روزني او مشورې ورکولو مسؤولیت په غاړه لاره. په خبرپاڼه کې او نه هم د امریکا د پوځ ویاند دا جوته کړې چې دغه قراردادیان د کوم هیواد تابعیت لري.
د امریکا د پوځ ویاند برین ټریبوس ویلي د الوتکې د غورځېدو په وخت کې د دښمن کوم تحرکات نه دي تر سترګو شوي.
باید وویل شي چې د امریکا د پوځ (C-130) الوتکه څلور ماشینه عسکر او بار وړونکې الوتکه ده، چې په یوه وخت زیات شمېر عسکر او پوځي وسایط انتقالولای شي.
Add new comment