په اسلامي ایران کښې د غدیر اختر دجشن مراسم وشول

دغدیر اختر او دولایت دجشن په شپه دایران په مشهد ، قم او نورو ښارونو کښې دجشن مراسم و شول.
په دې شپه دایران خلک په مشهد،قم ، شیراز او نورو ډیرو ښارونو کښې مختلف جشنونه ترسره کوي او یا علي مرتضی غږونه له هرې سیمې پورته کیږي .
نن دجمعې مبارکه ورځ د ۱۴۳۶ هجري قمري کال د ذی الحجه دمیاشتې اتلسمه نیټه ده چې د غدیرخم له نیمکرغه اختر چې دمسلمانانو یو ترټولو ستر اختر دی سمون لري .
غدیرخم د مکه اومدینه ترمینځ دیوې سیمې نوم دی چیرې چې داسلام ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم په حجه الوداع کښې د دنیا دشیعه مسلمانانو لومړی امام حضرت علي علیه السلام له ځان و روسته خپل ولي اعلان کړ .
پیغمبر اکرم حصرت محمدص له خپل اخري حج راستنیدا وروسته ټول مسلمانان چې حج ته تللي وو په غدیرخم سیمه کښې راغونډل کړل او هلته یې حضرت امام علي علیه السلام دخدای پاک ج لخوا دخپل ځای ناستی ، ورور او وصي په توګه معرفي کړ .
داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی دغدیر خم په مهمې خطبې کښې وفرمایل زه چې دچا مولا یم علی دهغه مولا دی .
داسلامي ایران مومن خلک د غدیر دنیمکرغه اختر په شپه او ورځ په جوماتونو او مذهبي ځایونو کښې جشنونه کوي .
دایران دراډیو او ټیلي ويژن اداره دغدیر دنیکمرغه اختر په مناسب ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ه مبارکي وايي .

Add new comment