د اسلامي انقلاب لارښود ټينګار وکړدوښمنان باید په ایران د بریدخیال هم په ذهن کې ونه پالي

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله خامنه ايي نن په نوشهر کې داسلامي جمهوري فوځ د قوماندانانو او مسئولانو په کتنه کې تينګار وکړ د ایران وسله وال ځواکونه باید په خپلو پرمختګونو او چمتوالیو سره ځان دومره ځواکمن کړي چې دوښمنان حتی د دې جرئت هم ونه کړي چې په ایران د برید خیال په خپل ذهن کې وګرځوي .
حضرت آيت الله خامنه ايي له اسلامي انقلاب سره د دوښمنیو لامل د ایران د ملت دریدا او صراحت او د استکبار د سیاستونو په وړاندې نه تسلیمیدل وبلل .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود د مقدسې دفاع په آته کلن پړاو کې د ایران د ملت مقاومت او دریدا د ټولې نړۍ په وړاندې یوه مهمه تجربه وښوده او ټينګار ېې وکړ اسلامي جمهوري نظام یو خپلواک نظام دی او د انقلاب له پیله ېې خپل سیاستونه په صراحت سره تعقیب کړي دي او له هیڅ کوم قدرت او د هغه له سیاستونو سره له مخالفت ډار نه لري.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ايي د ایران د ملت د حیرانوونکو او خپلواکه حرکتونو په مقابل کې درنو او جدي دوښمنیو ته په اشارې سره تينګار وکړ دوښمن د اسلامي نظام په تسلیمۍ پسې دی خو د هغه په مقابل کې په سر ټيټولوسره دوښمنۍ له منځه نه ځي .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود زیاته کړه د خپلواکه ملتونو چې له زور ویونکو او په هغو پورې له تړلیو سره مخالف دي د سر راپورته کول د سلطې د نظام لپاره د زغم وړ نه دي نو ځکه د دې ملت په وړاندې دوښمني کوي او دا تصور چې که فلانۍ خبره ونه کړو ، یا فلانی کار ونه کړو او د دوښمن لحاظ وکړو نو دوښمنۍ به کمې شي دا یو غلط تصور دی .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود د ایران له خپلواکو حرکتونو دملتونو او د یو شمیر نا پيیلیو حکومتونو هرکلي ته په اشارې سره څرګنده کړه ملتونه د ایران د ملت د صریحو پرمختګونو او دفاع په لیدلو سره د قدرتونو په وړاندې له خپلو ګټو په دفاع کې په شور او ځوږ راځي او د اسلامي جمهوري نظام دمسئولانو په بهرنیو سفرونو کې هم هر چیرته چې د دولتونو له خوا خلکو ته د نظر د اظهار اجازه ورکړل شوې له ایران او د ایران له دریځونو په پلوۍ کې ېې شور او غوغا جوړه کړې ده .

Add new comment