عربستان د نورو د ملامتولو په ځای باید له اسلامی امته بخښنه وغواړي

د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار وکړ : د عربستان واکمنان د نورو د ملامتولو په ځای باید، له اسلامی امت او ویرجنو کورنیو څخه د معذرت په غوښتلو سره، د منا په ستره فاجعه کی خپل مسئولیت قبول کړی، او د هغه په لوازمو او ضروریاتو باندی عمل وکړی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، نن سهار، د خارج فقه د درس په پیل کی؛ د منا ستری فاجعی او ناورین ته په اشاری سره، زیاته کړه : د اسلام نړۍ د منا د پیښی په باره کی زیاتی پوښتنی لری .
د رهبرۍ معظم مقام، د منا ترخی پیښی؛ او د اسلامی امت په ماتم باندی د لوی اختر بدلیدو ته په اشاری سره، څرګنده کړه : انسان یوه شیبه نشی کولای ځان له دغه غم او ویر څخه خلاص وبولی، او دغه ویر په څو وروستیو ورځوکی، زموږ او د ټولو مسلمانانو په زړونو باندی په یو ستر غم بدل شوئ دئ .
د اسلامی انقلاب معظم مشر، د عربستان د واکمنانو له خوا د نورو ملامتیدل؛ او د دغی فاجعی د مسئولیت له منلو څخه د هغوی سرغړول، غلط او یو شنډ او بی اغیزی اقدام وباله او ویی ویل : د اسلام نړۍ پدې باره کی زیاتی پوښتنی لری، او پدې پیښی کی د څه د پاسه زرو تنو قربانی کیدل، یوه وړه مسئله نه ده، پدی اساس د اسلام نړۍ باید، د دی مسئلی لپاره فکر او سوچ وکړی .
دوی تینګار وکړ : د منا ستره فاجعه به له یاده ونه وځی، او ملتونه به په جدی توګه هغه تعقیبه کړی، او سعودیان هم باید؛ د نورو د ملامتولو او د دی او هغه د تورنولو په ځای، د منا په ناورین کی خپل مسئولیت ومنی .

Add new comment