یوه افغان کارپیژاندی وویل د ال سعودو رژیم باید د منا په غمیزې بخښنه وغواړی
په فرانسه کې میشت د سیمه ایز چارو افغان کارپیژاندی ډاکټر محمد اکبر وردک له تهران رغاډیو سره په مرکه کې وویل د ال سعودو رژیم د حج په دستورو کې د بی تدبیری او د منا د غمیزې په دلیل له اسلامی امت بخښنه وغواړی .
ښاغلی وردک جوته کړه د حج په مراسمو د عربستان د باچا د زوي او ورسره د ۳۵۰ ساتونکیو شتون په دلیل د حاجیانو لپاره یوازې یوه لاره پرانیستل شوه چی د خلکو د ګڼې ګوڼې په دلیل د منا غمیزه رامینځته شوه .
دغه افغان کارپیژاندی وویل د عربستان دولت یوازې له حاجیانو د حج د دستورو لپاره پیسې ترلاسه کوی او په مقابل کې د حاجیانو د ځان او امنیت د ساتلو لپاره معمولی شانته خدمات هم نه وړاندی کوی . ده زیاته کړه عرب واکوالان یوازې د ترهه ګرۍ او افراط پالنې د دودولو په لټه کې دی او مسلمانانو ترمینځ اختلاف او درز رامینځته کوی .
ده وویل چی باید په عربستان کې د سپیځلیو ځایونو د ادراه کولو لپاره د اسلامی هیوادونو یو پلاوې مامور او د حج او عمرې د دستورو د ترسره کولو لپاره یو ارګان جوړ کړی چی په چارو څارنه او نظارت ولرلې شی .
Add new comment