خورشید شاه وویل عربستان باید سملاسی د منا دغمیزې حقیقتونه په ډاګه کړی

د پاکستان د دنیا ورځپاڼې له قوله راپور راکوی د پاکستان د اپوزیشن مشر خورشید شاه ویلی دی د عربستان حکومت باید د منا د غمیزې په هکله حقیقتونه په ډاګه کړی ځکه چی څومره ځند کیږی د اسلامی نړۍ اندیښنه به زیاتیږی .
خورشید شاه له خبریالانو سره په خبرو کې وییلی دی چی د منا د غمیزې په شان پیښه د لومړی ځل لپاره نده شوی ، هلته په عربستان کې د مواصلاتو کمې دې ، د معلوماتو له مخې دې ځل هلته د اییر کنډیشن سیسټمونو سم کار نه کاوه .
ده زیاته کړه په دې هیڅ شک نشته چی په حج دستورو کې پروټوکول هم یوه ستونزه ده ځکه چی د پروټوکول له امله لارې تړل کیږی او کله چی لارې پرانیستل شی نو بیا خلک بیړه کوی . ده همداراز زیاته کړه دا چی د عربستان په حکومت ولې دباو نه اچول کیږی دا پوښتنه باید له نواز شریف وشی .

Add new comment