نن د امام محمد تقي جواد علیه السلام د شهادت کلیزه ده

نن ددوشنبې ورځ د ۱۴۳۶ه ق کال د ذی القعدې د میاشتې ۳۰مه نیټه د نړۍ د شیعه یانو د نهم امام ، امام محمد تقي جواد علیه السلام د شهادت کلیزه ده .
حضرت امام تقي علیه السلام د ۱۹۵ هجري قمري کال د روژې په میاشت کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د خپل بزرګوار پلار امام رضاعلیه السلام له شهادت وروسته ېې د مسلمانانو د امامت او لارښونې دنده په غاړه واخیسته.
زموږ خبریال راپور راکوي له تیرې شپې راهیسې عزاداران او ویرکوونکي په مشهد ښار کې د امام رضا علیه السلام حرم ته پلي ور روان دي تر څو له غم او ویر په دې ډکه شپه کې خپل مولا حضرت امام رضاء علیه السلام ته تسلیت ووايي .
همداراز په ټول ایران کې د حضرت امام تقي علیه السلام د شهادت په کلیزه کې خلک جوماتونو او تکیه خانو ته په ورتګ سره عزاداري کوي.

Add new comment