حضرت امام محمد تقي عليه السلام شهادت او ګټورې خبرې
مامون د هجرت په 218 کال مړ شو او تر هغه ورسته يې ورور ځای ناستی شو. د هجرت په 218 کال معتصم امام له مدينې، بغداد ته راوست چې له نزدې يې تر څارنې لاندې وي. او لکه څنګه چې مخکښې مې هم وويل په هغه محفل کښې يې چې د غل د لاس د پريکولو لپاره جوړ شوی ؤ امام هم راغوښتی ؤ.د بغداد قاضی ابن ابی داود او نور کسان شرمنده او پيکه شول او څو ورځې پس بن ابي داؤد د حسد او ميرڅۍ په وجه معتصم ته وويل: ستا خير غوښتونکی يم ځکه درته يادونه کوم چې د څو ورځو مخکينۍ قيصه ستا د حکومت د لوړ رتبه مقاماتو په مخکښې دې د ابو جعفر(چې نيم مسلمانان يې د خلافت جوګه ګڼی او تا غاصب بولي) فتوا ته د نورو په فتواګانوترجيح ورکړه، دا خبره په خلقو کښې خوره شوه او دا پخپله د هغه د جوګه والۍ او امامتۍ پوره څرګنده نښه ده، معتصم چې د امام سخت دښمن ؤ،د ابن ابي داود په خبرو وپاريد او د امام د شهيدولو نيت يې وکړو، بالاخره يې خپله سپيرۀ فيصله عملي کړه او هجرت د 220 کال د ذی قعدې په اخره کښې يې امام په زهرو شهيد کړو. د امام ابو جعفر جواد عليه السلام د قبر په څنګ کښې خاورو ته وسپارلو. د دغو دوؤ امامانو مزار اوس په کاظمين کې مشهور دی او د مسلمانانو يو لويې زيارت ګڼل کيږی.
د امام جواد عليه السلام د مکتب شاګردان
پاک امامان هم د اسلام د ګران پيغمبر محمد (ص)په شان تل د خلقو په ښوونې او روزنې لګيا وو خو د هغي کار د زده کړې له مؤسِسو او ادارو سره نۀ شو پرتله کولی. د زده کړې ادارې د تعليم او ښوونې لپاره خاص وختونه لري. په نورو وختونو کښې چټي وي او خدمت نۀ کوي خو معصومينو عليهم السلام د خلقو لارښوونه او تعليم هر وخت په ځان لازم ګڼلو. د هغوي خبرې کړچار ناسته پاسته او د هغوي د ژوند هره يوه ګوښه ښوونکې او روزونکې وه. څوک به چې ورسره کوم وخت هم کښيناستل د هغوي له اخلاقو او کردار به يې زده کړه کولی شوه که څه پوښتنه به يې وه نو کولی يې شوه او د هر مشکل او ستونزې ځواب يې تر لاسه کولی شو.
څرګنده خبره ده چې د پيغمبرانو او امامانو له مکتبه پرته د داسې مدرسې بيلګه هچرته نشته او فطري خبره ده چې د داسې مکتب ګټه او فائده به څومره زياته وي. په همدې وجه اموي خليفه ګانو چې په دې خبره پوهيدل چې که خلق دغو خصوصيتونو ته متوجې شي نو الهي لار ښوونکو ته جذب کيږي. او بيا به د دغو غاصبانو حکومت ته خطره ورپيښه شي. تر ممکنه حده کوشش کوؤ چې خلق له دوي سره رابطه ونۀ ساتي. يوازې د امام باقر عليه السلام د ژوند په څو کلونو کښې چې د عمر بن عبدالعزيز د واکمنتيا وخت ؤ او هغه هم لږ انسانيت لرلو خلقو له دغه امامه استفاده وکړه او د امام صادق عليه السلام په وخت کښې چې اموی حکومت په نسکوريدو ؤ او عباسی حکومت لا سم نۀ ؤ ټينګ شوی خلقو له دغه امامه لږ څۀ په ازاده توګه علم زده کړو. په همدې وجه د امام صادق عليه السلام د شاګردانو او راويانو شمېر قابو څلور زره تنه دي خو د نورو امامانو اصحابان راويان شاګردان ډير کم دي مثلا د امام جواد عليه السلام شاګردان او راويان قابو يو سل لس تنه دي چې له دې معلوميږی د دوي په زمانه کښې له دوي سره په رابطې او اړيکو ټينګولو څومره سختی وه خو سره له دې په دغو کسانو کښې هم داسې ځلانده څيرې شته چې ذکر يې مناسب ګنم.
1. علی ابن مهزيار(رح):
د امام جواد عليه السلام له خاصو وکيلانو او يارانو څخه ؤ او د امام رضا عليه السلام او امام علی نقی عليه السلام له اصحابو هم ګڼل کيږی. ډير عبادت کوونکی ؤ تر دې چې ډيرو سجدو يې په تندی نښه جوړه کړې وه د نمر د راختلو په وخت به يې په سجدې کښې سر کيښودو او تر هغې به يې نۀ هسکولو چې زرو مومنانو ته دعا وکړي. علی بن مهزيار په اهواز کښې اوسيدو او تر ديرشو زيات کتابونه يې تاليف کړي دي د ايمان او د عمل له نظره په ډيرو لوړو درجو کښې ؤ.
2. احمد بن محمد بن ابی نصر بزنطی(رح):
د کوفې اوسيدونکی او د امام رضا عليه السلام او امام جواد عليه السلام له خاصو او عزتمنو ملګرو څخه ؤ. د الجامع په شمول يې څو کتابونه تاليف کړي دي او يو باوري فقيه ګڼل کيږي.
3. ذکريا بن ادم (رح):
دی د قم اوسيدونکی ؤ او مزار يې اوس هم په قم کښې معلوم او مشهور دی. د امام رضا عليه السلام او امام جواد عليه السلام له نزدې يارانو څخه ؤ. امام جواد عليه السلام ورته دعا وکړه او هغه يې له خپلو وفا لرونکو يارانو وګرځولو.
4. محمد بن اسماعيل بن بزيع(رح)
د امام کاظم عليه السلام، امام رضا عليه السلام او امام جواد عليه السلام له يارانو ؤ او يو صالح، سم لاری او عبادت کوونکی او باوری کس ؤ. چې څو کتابونه يې هم تاليف کړي دي. د عباسيانو په دربارکښې به يې کار کوؤ او امام رضا عليه السلام ورته په دې حقله وفرمايل: د ظالمانو او زور ويونکو په دربارونو کښې د خدايې پاک داسې بندګان شته چې خدايې د هغوي په وسيله خپل برهان او دليل څرګندوي او هغوي ته په ښارونو کښې طاقت او قدرت ورکوي چې په دې طريقه خپل ياران او دوستان د ظالمانو له ظلمه وساتي او د مسلمانانو چارې سمې کړي دوي د خطرو او پيښو په وخت د ايمان لرونکو پناه ځايونه دي. مصيبت زپلی او دړمن د کړاوونو په وخت دوي ته ورځي. خدايې پاک داسې کسانو په ذريعه مومنان له ظالمانو ساتي. دوي حقيقي مومنان او په زمکې باندې د رب امانت لرونکي دي. په خدايې قسم چې جنت د داسې کسانو لپاره تيار شوی دی.
د امام ځينې ګټورې خبرې
1: څوک چې په خدايې پاک باندې په توکل او تکيې سره له خلقو د حاجت او نياز مخ واړوي، خلق هغۀ ته محتاجه کيږي او څوک چې تقوی خپله دنده وګرځوي په خلقو کښې محبوبيږي.
2: د انسان کمال او بشپړتيا په عقل کښې ده.
3: د مروت او نرمۍ اخری درجه دا ده چې انسان له هيچا سره داسې سلوک ونۀ کړي چې له ځان سره يې نۀ خوښوي.
4: د کوم کار چې وخت نۀ وي رارسيدلی، هغه مۀ شروع کوئ ځکه چې د پښيمانۍ سبب کيږي او اوږدې اوږدې ارزوګانې او اميدونه مۀ لرئ چې زړۀ مو سخت او ظالم نشي، په بې وسو رحم وکړئ چې خدايې پاک درباندې خپل رحمت نازل کړي.
5: څوک چې د چا بد کار ته ښۀ ووايي په هغه کار کښې شريک دی.
6: د ظالمانو مرستيال او په ظلم باندې غلی پاتې کيدونکی دواړه په ظلم کښې شريک دي.
7: څوک چې خپل مومن ورور ته په پټه نصيحت وکړي په اصل کښې ېې هغه ښکلی کړی او سينګار کړی دی او څوک چې ورته د نورو په مخکښې نصيحت کوي نو د هغۀ اجتماعی څيره بدرنګوي.
8: په زړۀ سره خدايې ته توجه او پام کول عمل ته د غړو له هڅولو او تشويقولو بهتره او غوره دي.
9: د عدالت او انصاف ورځ به ظالم لپاره په مظلوم باندې د ظلم کولو له ورځې سخته وي.
10: د قيامت په ورځ د عمل نومې سر ليک نيک اخلاق وي.
11: درې څيزونه بنيادم د خداي خوشحالۍ او رضا ته رسوي. له خدايه ډيره بخښنه غوښتل، له خلقو سره نرم خوي او ډيره صدقه ورکول. او درې داسې خصلتونه دي چې په هر چا کښې وي، پښيمانيږي نه. په کارونو کښې بيړه او تادي نۀ کول، په کارونو کښې مشوره او د کار د کولو په وخت په خدايې توکل.
12: څوک چې له خدايه بل چاته اميد او طمع وکړي خدايې يې هم هغۀ ته پريږدی او څوک چې بې له علمه او پوهې کوم کار وکړي تر ابادۍ زياته خرابي او وراني کوي.
13: څوک چې فاسق ته اميد ورکړي، تر ټولو کمه سزا يې محروميدل دي.
14: عفت او پرهيزګاري د فقر ښکلا ده، شکر د توانمنۍ ښکلا ده، عاجزي د بزرګۍ او شان ښکلاده، صبر د مصيبتونو ښکلا ده، تواضع د علم ښکلا، ادب د عقل ښکلا، روڼ تندی د سخاوت او بخښنې او احسان نۀ اړول د نيکۍ او احسان ښکلا ده، توجه او د زړۀ حاضرول د مونځ ښکلا او د چټی او سپکو کارونو پريښودل د پرهيزګارۍ او تقوی ښکلا ده.
15: څوک چې په خداي اعتماد او توکل وکړي خدايې يې له هرې بدۍ ژغوري او له هرې دښمنۍ يې ساتي.
16: دين د سرلوړۍ تومنه ده، علم خزانه ده، چپتيا نور دی او هيڅ يو شی د بدعتونو په شان دين له منځه نۀ وړي. او هيڅ يو شی د طمعې په برابر بنيادمان نۀ فاسدوي، د لائق او صالح چارواک او مشر په وسيله خلق سميږي او له خدايه په دعا سره بلاګانې ختميږي.
17: څنګه ممکنه ده چې هغه کس چې خدايې يې ولي او سرپرست دی تباه شي او څنګه ممکنه ده چې خدايې ورپسې وي، وژغورل شي.
18: يو سړی له امامه وغوښتل چې په لنډه جمله کښې ورته نصيحت وکړی امام ورته وفرمايل: له داسې کارونو ځان وساته چې په دنيا کښې د شرم او په اخرت کښې د عذاب سبب شي.
Add new comment