لویدیځ هیوادونه ځانته د داعش لخوا په ورپیښ خطر پوه شوي دي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې لویدیځ هیوادونه د ځان لپاره له داعش ترهګرې ډلې څخه رامینځته شوي جدي خطر ته متوجه شوي دي.
سرګئي لاوروف نن په یو لړ ویناو کښې وویل: لویدیځ هیوادونه اوس پوهیږي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د هغوي دښمن نه دی بلکې داعش ترهګره ډلګۍ د هغوي لپآره اصلي خطر ګڼل کیږي.
لاورف چې د روسیې د ټي وي د وړومبي چینل یو پروګرام سره یې مرکه کوله، وویل: که څه هم اوس زیاتره لویدیځ هیوادونه په دې خبرې د اعتراف کولو جرات نه لري او دې موضوع ته یې په ضمني توګه اشاره کړې ده خو دا ټول هیوادونه پوه شوي دي چې داعش ترهګره ډله په مینځني ختیځ او د افریقې په شمال کښې اصلي خطر ګڼله کیږي.
د روسیې خارجه وزیر ټینګار وکړ چې له داعش ترهګرې ډلې سره مبارزه د سوریې له حکومت سره له ملګرتیا پرته په هیڅ توګه شونې او عملي نه ده.
هغه په دوام کښې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د سورې او عراق له حکومتونو سره د لازیاتې همکارۍ لپآره د خپل هیواد په چمتووالي ټینګار وکړ.
Add new comment