تاؤتریخوالی ،ترهه ګري او افراط پالنه دنړۍ دورځې جدي ستونزې دي

(ټی وی شیعه)د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کې دبرازیل له خارجه زویر ماؤرو ویّيرا سره په کتنې کې په لاتینې امریکا کې دثبات اوامنیت په ساتنې کې دبرازیل په مهم رول ټينګار وکړ اووې ویل دایران او برازیل دوستانه اړیکې دمتقابلو ګټو په اساس دي او دا لیده کاته دتهران اوبرازیلیا په اړیکو کې دلاجدي خوځښت لپاره پیلامه کیدلی شي .
ډاکټر حسن روحاني ددې خبرې په کولو سره چې دتهران اوبرازیلیا ترمینځ داړیکو دپراختیا په وړاندې هیڅ ډول خنډ نشته وویل ، دبرازیل پانګوال په ایران کې دپانګونې دزمینو او ظرفیّتونوپه پيژندلو سره دایران په سترو پروژو کې دلازیات شتون اوګډون لپاهر له دغه فرصته استفاده کولی شي
هغه په ایټمی خبرواترو بهیر کې دبرازیل رول اوهلوځلو ته هم اشاره وکړه او وې ویل دواړه هیوادونه دهیوادونوخپلواکۍ او په نړیوال ډګر کې دهیوادونو ترمینځ دتوپير نه شتون او دوه اړخیزو اړیکو بانډې اعتقاد لري او له یو اړخیزپالنې سره مخالف دي . ډاکټر روحاني ډاګینه کړې افراط پالنه ،ترهه ګري او تاؤتریخوالی دنړۍ دورځې جدي ستونزې دي چې ددغو ستونزو حل په سولې اودوستۍ دپوښلي نړۍ درامینځةکیدا په چوکاټ کې دټولو هیوادون وپه ملګرتیا سره ممکن دی .
دبرازیل خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې دایران له خارجه وزیر سره خپلو بریالیو خبرواترو ته په اشارې سره وویل هیواد ئې په سیاسی ،اقتصادي او نړیوالو ډګرونو کې له ایران سره دلانزدو اوپیاوړو اړیکو غوښتنه کوي

Add new comment