د حضرت امام علی(علیه السلام) په کلام کې د ملت او حکومت متقابل حقوق(۳)
حکومت هم پرخلکو ځيني حقوق لري چې باید رعایت شي . په دندو ترسره کولو کې دملت لټي ، پخپله د هغوي په تاوان تمامیږي ځکه چې حکومت محدود توان لري . له همدې امله ، د دندو په ترسره کولو او دټولنې د اړتیا ؤ په پوره کولو کې نیغ په نیغه دخلکو ملګرتیا او یوزړتوب ته اړتیالري .هره هغه ا ندازه چې خلک د حکومت په نسبت پخپلو ملګرتیاؤ کې لټي وکړي ،په هماغه اندازه د دندو په ترسره کولو کې د حکومت توان هم کمیږي .
په هغو کې یوه دنده له نظام او حکومت سره وفاداري ده . خلک باید په هغه تړون کې چې له خپل حکومت سره ئې کوي ، وفاداره ووسي . په تیرو وختونو کې اسلامی امت له خپل رهبر یا حکومت سره بیعت کاوه ، خو دم ګړۍ دبیعت په ځاي انتخابات او ټول پوښتنې دي . لکه څنګه چې د دیني حکومت جوړیدا او له هغه ملاتړ او له مخالفانو سره مقابله ، د مسلمانانو دنده ده .له دیني اوقانوني پلوه،خلک په بیعت او انتخاباتو کې له ګډون وروسته دخپل تړون خلاف ورزي نشي کولی . حضرت امام علی علیه السلام فرمائی :، هماغه خلک ، له بیعته مخکې آزاد دي چې بیعت ونه کړي ، خو له بیعته وروسته ، دستنیدو حق نه لري.
=پر خلکو دحکومت یو بل حق ، دحکمرانانو لپاره دملت خیر غوښتل دي . ټول خلک باید دخپلو خدمت کونکو خیرغواړي ووسي. او که د هغوی په کار او دندو کې کوم کمښت او لټي ولیدل شي ، نو د زړه له کومې ئې مطرح کړي . امام علی علیه السلام هم پر خلکو یو خپل حق هم همدا چاره بللې او فرمائيلي ئې دي :، البته پرتاسو دماحق ،،،،نصحیت ، او پرما دتاسو پټ او ښکاره خیر غوښتنه ده.
البته حکمرانان هم باید دخلکو دخبرو دمنلو ظرفیَت او جنبه ولري ،څو دا چاره په آسانۍ سره ترسره شي . که خلک ، خپل واکوالان خدمت کونکي کسان وګڼي چې دهغوي دګټو دتامینولو په لاره کې هڅه کوي ، په داسې بڼه کې خلک له هرډول خیر غوښتنې او رغنده تذکراتو ډډه نه کوي ، او تل دحاکم نظام او حکومت دبنسټونو په تثبیتیدا اوپیاوړتیا کې هڅه کوي . ځکه چې دنظام مسئولانو ته نصیحت،د ملت یو سیاسی او عبادي او خورا مهم فرض دی چې دپیغمبر اکرم(ص) په فرمایشاتو کې پرې ډير ټينګار شوی او فرمائيلي ئې دي ،: یوهغه چاره چې د هرمسلمان پاک وجدان ئې نه سپموي ، دمسئولانو او حکمرانانو په نسبت له غرضه لیرې او سوچه نصحیت دی.
پر خلکو د حکومت حقوق ، د واکوالانو لپاره په بیعت او خیرغوښتنې پورې نه محدودیږي . دوي باید دحکومت په ټينګیدو او پیاوړتیا کې هم مثبت رول ولري . دحکومت له فیصلو اوفرمانونو پیروي ، ددغو دندو یوه برخه شمیرل کیږي . لکه څنګه چې دامام علی علیه السلام په یوه حدیث کې راغلي دي :، البته پر تاسو دما حق دادی چې هرکله تاسو ته بلنه درکړم ، وئې منئ او هروخت حکم درکړم پيروي ئې وکړئ.
کله چې خلکو خپل ټاکلي حکومت اونظام ته رایه ورکړه څو دهغوي د هوساینې اونیکمرغۍ لپاره هڅه وکړي ، نو غوره نه ده چې له هغو سره بیا دهغو دپروګرامونو په اجرا کې ملګرتیا ونه کړي . دنظام ساتل ایجابوي چې دحکومت ټول پروګرامونه اجرا شي اوخلک هم په بشپړ ډول ملګرتیا وکړي .
دمثال په توګه ، دمالیاتو دقانون په اجرا کې لټي ، دسیاستونو په اعمالولو کې دبې وسۍ او دپروګرامونو په اجرا کې د حکومت د کمزورتیا لامل کیږي . ځکه چې حکومت باید دحکومت داداره کولو په ټولو اړخونو کې ځواکمن وي او دغه ځواکنیدا له کافي مالي ملاتړونو سره برابریږي
Add new comment