د حضرت امام علی(علیه السلام) په کلام کې د ملت او حکومت متقابل حقوق(۲)
د اسلامی نظام یوخورا مهم رکن د امر باالمعروف او نهی از منکر فریضه ده .هرمسلمان،دقرآن کریم دروښانه فرمایش په اساس او په لومړی درجې کې باید له ځانه پیل وکړي چې دا ټکی دقرآن کریم د مائدې سورې په یو سل پنځم آیت کې هم روښانه شوی دی . په ورپسې مرحلې کې خپلې کورنۍ اوخپلوخپلوانو ته توجه وکړي . او هغوي له اووره لیرې وساتي ( چې داخبره هم دتحریم سورې په شپږم آیت کې راغلې ده ).وروسته دهغې ټولنې په نسبت چې پکې ژوند کوي ، بې پامه ونه ووسي . دغه پام او مسئولانه نظر څه خاص مقام او روتبې سره اړه نه لري . ځکه چې داسلامی ټولنې جوړښت داسې مخروطي ډوله دی چې دهغو په سر کې مشر او دیوه بل په وړاندې نور چارواکي او چاروال مسئولیت لري . که دغه دوه طرفه مسئولیَت په ښه توګه ترسره شي ، نو ټولنه تل په اعتدال او انصاف کې ژوند کوي . پر دې اساس هماغه ډول چې لوړپوړي چارواکي باید ترخپل نظر لاندې کسانو پر کارونو څارنه وکړي،خلک هم دنده لري ، دخپلو واکوالانو پر کارونو او عملونو څارنه وکړي او دخلاف ورزۍ دلیدو په بڼه کې ، هغه بزرګوار خبر کاندي . دوي همداراز دزړه له کومې له خلکو غوښتل چې دحکومت د ودې او ملګرتیا لپاره دې په پرله پسې ډول په ښکاره اویا په پټه خپل نصیحتونه او لارښونې هغوي ته ورسوي .
پر واکوالانو دخلکو یوبل حق، دشکایتونو اونیوکو آزادي ده . عموما واکوالان دکار د زیاتوالی له امله دخلکو پر مشکلاتو سترګې پټوي . خلک هم داسې ډير مشکلات اوستونزې لري چې له چارواکو سره د هغوي له مطرح کولو پرته نه حل کیږي . امام علی علیه السلام ددغې ستونزې دحل کولو لپاره دوې حل لارې وړاندې کړي دي . لومړۍ دا چې حکومت،هغه کسان چې د ایمان اواخلاقو پلوه ډاډمن وي ، وګمارل شي څو خلکو ته ورشي او پلټنې وکړي او د روانو چارو له اړخه په تیره بیا له کمښتونو او لټیو او نیمګړتیاؤ ځانونه خبر کاندي ، او بیا ئې مسئولانو ته ورسوي .لکه څنګه چې فرمايي :، دخورا نزدې او خپلوخپلوانو په څير لیرې او ناپيژاندي مسلمانان یوشان ونډه لري او ته دهغو د رعایتولو مسئول ئې . تل دهغوي دمشکلاتو په فکر کې ووسه ، اوله هغوي مخ وانه ړوې ،په تیره بیا دهغو کسانو چارې چې تاته لاس رسی نه لري ، هغوي چې د وړکوالي او لیریوالي له امله نّه ښکاریږي او نور ئې څه نه ګڼي . د دغې ډلې لپاره له خپلو ډاډمنو کسانو چې خداي ترس او مهربان دي خوښ کړه ، څو دهغو په هکله څيړنې وکړي اودهغوي مسئلې ا و غوښتنې له کمولو او پټولو پرته تا ته راپورکړي.:
د وهم هم ، په ټاکلي وخت کې ، دعمومی غونډو ترسره کیدل دي ، څو خلک په آسانۍ او له کومې واسطې پرته خپلې خبرې د واکوالانو او یا د حکمرانانو ټولګې ته ورسوي . امام بزرګوار مالک اشتر ته پخپل لیک کې، چې دمصر په حکومت منصوب شوی ؤ ، لیکي .:، دخپل وخت یوه برخه هغو کسانو ته بیله کړه چې تاته اړتیا لري ، ته پخپله دهغوي چارې وسپړه او له هغوي سره عمومي غونډې جوړې کړه او دهغه خداي په وړاندې چې ته ئې پنځولی ئې ، خاضع او خاکساره ووسه ،خپل عسکر او ساتونکي دهغوي له لارې لیرې کړه څو دهغوي ویندوي په خبرو کې له کوم سټریس پرته له تاسره خبرې وکړي
Add new comment