دیمن د حالاتو دڅیړلو لپاره دملګروملتو امنیت شورا غونډه جوړوي

(ټی وی شیعه، پښتو څانګه) دالمیادین ټيلیویژني چینل له قوله راپورراکړ په نیویارک کې ډيپلوماټيکو سرچینو ویلی دي ، دیمن دحالاتو دسپړلو لپاره دملګروملتو دامنیت شورا بیړنۍ غونډه نن دانګلستان په غوښتنې سره په همداوروستیو کې تربنددوتنبو شاته جوړیږي
ټاکل شوې ده چې دیمن په چارو :ې دملګروملتو ځانګړی استاذی اسماعیل ولد الشیخ دامنیت شورا غړي په خبرواترو کې له پرمختګونو خبر کاندي .
ویل کیږي چې عربستان اسماعیل ولد الشیخ ته اطلاع ورکړې ده چې دیمن مستعفي او تښتیدلی ولسمشر عبدربه منصور هادي دیمن له انصار ا... غورځنګ سره له خبرواترو سره موافقه کړې ده .
دامنیت شورا یو شمیر غړو په تیره بیا روسیې دعربستان ،قطر ،بحرین او مصر پشمول د ځينو عربی هیوادونو له خوا دیمن په ضد دپراخو حملو لپاره دپراخو پوځيانو او پوځي تجهیزاتو پر لیږدولو اندیښنه ښودلې ده
له بلې خوا خبرو سرچینو له المیادین خبری چینل سره په خبرو کې ویلی دي په راتلونکي اونۍ کې به دانصار ا....غورځنګ ،د ډيمورکراټيک ولسی ګوند، امریکایانو ، انګریزانو او سعودیانو په شتون سره یوه غونډه جوړه شي

Add new comment