په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر استعفی کړې ده
افغان اسلامي اژانس د افغانستان د طالبانو ډلې د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې طیب اغا وروسته له دې استعفی کړې چې طالب مشرانو د قطر له استازو پرته په پاکستان کې د افغان حکومت له استازو سره خبرې کړې. د طیب اغا استعفا د طالبانو رهبرۍ شورا ته رسیدلې؛ خو تر اوسه منظوره شوې نده.
سرچینې دغه راز ویلي کله چې د سعودي حکومت د مذاکراتو سره د طيب اغا له مخالفته خبر شو، نو هغه يې سعودي ته ور وغوښت او خبرو ته يې قانع کړ، چې اوس ويل کيږي، له دې وروسته پړاونو مذاکراتو کې به د قطر دفتر هم ګډون وکړي.
Add new comment