د بي بي فاطمة الزهرا سلام الله علیها نیکمرغه زوکړه دې مبارکه وي)2(

په بي بي زهرا (س) کې الهي ځانګړنې سبب شوې چې هغه د خاتم الانبیاء، او دهغه د هغه لوی استازي محبوبه وګرځي. په بی بي فاطمې کې یوه الهی ځانګړنه په خدای او د قیامت په ورځ پوره عقیده وه چې دهغې په ټول وجود خپره وه . پیغمبر وفرمایل: « لور مې فاطمه هغه څوک ده چې خدای یې زړه له یقین او ایمانه ډک کړی دی .( بحار الانوار، ۴۳ ټوک)
دغه د ایمان او عقیدې رڼا د خدای د عبادتونو او له هغه ذات سره د خالصانه مناجاتو په برکت لاسته راغله . پيغمبر د خپلې لور د تهجدو او د شپې لمونځونو په هکله فرمایل : فاطمه د انسان په نسب کې یوه حوره ده کله چې په محراب کې خپل رب ته په عبادت ودریږي، رڼا یې د اسمان د پرښتو لپاره ځلیږي ، هغه شان لکه چې د ځمکې د خاوندانو لپاره د ستورو رڼا ده او خدای فرښتو ته وایی: ای زما پرښتو! زما بنده فاطمه ته وګورئ چې څنګه زما پّه وړاندې ولاړه ده ا دبن غړي یې زما له ویرې لړزیږي ! څنګه یې زړه ماته متوجې دی . تاسو ګواه نیسم چې هغه او منونکي مې یې له اوره په امن کې کړل .،( مسند فاطمة الزهرا ۷۲ مخ )
د حضرت زهرا د شخصیت وجودي اړخونو او ځانګړتیاوو او په فاضله اخلاقو، علم ایمان او تقوا د هغوی سنبالښت ته په پام سره هغه بي بي د نړۍ د ښځو تر ټولو لوړه او فضیلت لرونکې میرمن معرفي شوې ده په دې ډول چې هیڅوک دهغې مقام ته نه شي رسیدلی .
پيغمبر خپلې لور ته په خطاب کې وفرمایل: ته د نړۍ تر ټولو ښځو غوره یې. فاطمې بي بي وویل : نو د مریم مقام چیرته دی ؟ د خدای پيغمبر وفرمایل : هغه د خپلې زمانې د ښځو سردارده وه او ته د ټولې نړۍ د ښځو سرداره یې. او کله چې پيغمبر په خپلې وروستۍ ناروغۍ کې د خپلې لور بې تابي او خپګان ولیده نو وې فرمایل: « ای فاطمې ايا خوشاله نه یې له دې چې د نړۍ تر ټولو غوره میرمنه او د دې امت تر ټولو لوړه میرمنه او په مومنانو کې تر ټولو لوړه میر منه وې ؟ ( صحیح بخاری ، ۴ ټوک)
پیغمبر اکرم همیشه خپله لور په ډيره ښه توګه خلکو ته معرفي کوله او حتی کله کله به یې فرمایل : هر څوک چې دا میرمن پيژني ، خو پیژني یې ، او څوک یې چې نه پیژني پوه دې شي چې هغه زما د تن ټوټه او زما روح او زړه دهی له دې امله هر څوک چې دا ازار کړي زه یې ازار کړی یم»
بې له شکه د اسلام پیغمبر له بي بي فاطمې سره ډیره زیاته مینه ښودله دا دومره ښکاره مینه او د بي بي زهرا په معرفۍ کې سپارښتنه او پرې تاکید یوه الهی دنده ده ، ته وا پیغمبر په دې اړه دخدای له لورې دنده په غاړه لرله چې د خپلې زمانې خلک دې خبرې ته متوجې کړي.
یوه ورځ پيغمبر د خپلې لور کور ته ورغی او هغه بي بي ، میړه یې حضرت علي او دوه بچیان حسن او حسین ( علیهم السلام) یې ځانته راوغوښتل. په دغه وخت د وحي فرښته راکوزه شوه او دا ایت یې هغوی ته ډالۍ کړ.: په رښتیاچې خدای غواړي له تاسو اهل بیتو پلیتۍ او ګناه لرې کړي او تاسو پوره پوره پاک کړي.( احزاب سوره ، ۳۳ ایت )
د دغه الهی ډالۍ او ایت په راتګ سره د پنجتن پاکو منجمله بي بي فاطمې نوراني حقیقت او الهي څیره لا څرګنده شوه . د دغه ایت له مخې ټولو ته ښکاره شوه چې د هستۍ تر ټولو پاک، ارزښتناک او شریف مخلوقات د هدایت همدغه پینځه سرچینې او رڼا ګانې دي.
د تطهیر ایت له نازلیدلو وروسته پیغمبر په داسې حال کې چې د علی او فاطمې (ص) په اوږدو یې لاسونه ایښې وو مخ یې اسمان ته کړه او وې فرمایل : « ای خدایه ! دا زما اهلبیت او کورنۍ ده ، نو له دوي پلیتي او ناپاکي لرې کړه او دوي پاک او پاکیزه کړه

Add new comment