د بي بي فاطمة الزهرا سلام الله علیها نیکمرغه زوکړه دې مبارکه وي)1(

سپرلی دی، د ګلونو د ټوکیدو غږونه راځي او د مارغانو خوږې سندرې له هر لوري اوریدل کیږی. مکه د یاسمین ګلونو په عطرو معطره ده او تر هرې ورځې زیات د جمادی الثانی د شلمې نیټې په تماشه ده .
دا ځکه چې په دې ورځ د رسول الله مبارک ګرانه لور بي بي فاطمه دنیا ته راروانه ده ، هغه لور چې د پلار مور او خیر کثیر ده . د پيغمبر له کوره یوه رڼا ځلیږي چې نړۍ یې روښانه کړې ده . پرښتې قت په قت ولاړې دغه جنتي کور ته د ننوتلو لپاره د خدای اذن ته سترګې په لاره ده چې قدرمنې بي بي خدیجة الکبری ته د خدای سلام او مبارکۍ ورسوي.
د پیغمبر ښایسته سترګې د بې پایه هسک په سمندر کې ډوبې او زړه او روح یې د شکر په سجدې دي . محمد (ص) د بې ساري خالق شکر وباسي چې هغه ته یې داسې اولاد ورکړی چې د عالم او عالمیانو د فخر او ویاړ سبب دی .
د حق استازی راغی او په هغه یې ولوستل : انا اعطیناک الکوثر ، فصل لربک و انحر ان شانئک هو الابتر،
مونږ ته ده کوثر درکړ چې د رحمت تل ځوښیدونکې چینه ده او یوازې مینه وال او مینان له دغه رڼې چینې خړوبیدلی شي .
قدرمنو اوریدونکو د خلقت د ښکلې ګل حضرت فاطمة الزهرا (س)زوکړه دې تاسو ټولو خوبانو ته مبارکه وي.
د رسول الله مبارک لور بي بي فاطمة الزهرا (س) یوه داسې بې سارې میرمن وه چې د اسلام په روزنیز مکتب کې وروزل شوه ، بیا یې د ایمان ، تقوا ، پوهې ، اخلاقو او انساني فضایلو لوړې څوکې ووهلې او د معنوي کمالاتو اوج او لوړو الهی مقاماتو ته ورسیده. د خدای له رسول سره د هغې بې سارې رابطهد ایمان او مینې په محور ولاړه ده . ځکه چې له نورو کسانو او حتی بچیانو سره دخدای و لیانو او دخدای د در د مقربو کسانو مینه او محبت د عامو کسانو له مینې محبت سره فرق کوي. دهغوی مینه د نفساني شهواني خواهشاتو او حتی صرف عاطفې او جذبې له مخې نه وي بلکې دهغو محبت او ارادت هم خالص دخدای لپاره ويږ له دې امله له خدایه پرته د بل چا محبت ته په زړه کې لاره نه ورکوي. او که له غیر خدا سره مینه هم کوي اصلي سبب له خدای سره مینه ده .
دخدای رسول حضرت محمد (ص) یو الهی او بې سارې شخصیت دی چې ټولې کړنې خبرې او سلوک یې د نجم سورې د دریم او څلوریم ایت له مخې د الهی وحی په اساس دی. نو ځکه د اسلام د دغه بیلګې میرمنې په باره کې درسول الله مبارک لوړې ویناوې او او یا دهغوی بې ساری سلوک او له رازه ډکې خبرې باید د پلرني احساس او مینې له مخې ونه ګڼو. په تیره بیا دا چې رسول الله مبارک (ص) له بي بي فاطمې پرته نورې لوڼه هم لرلې چې ترې حضرت زهرا (س) مشرانې وې ، دخدای رسول له هغوی سره هم مینه کوله خو په هغوی کې له یوې سره یې هم دغه شان سلوک نه دی لرلی.
رسول الله مبارک ډیر ژور پلرني احساسات خپل لور بي بي فاطمې ته وړاندې کول ، په محراب و منبر، لمونځ او دعا ، مناجاتو، مکې ، مدینې ، په ښار کې دننه او بهر ، په هره لاره او کوڅه د آشنایانو او پردیو په وړاندې د خپلې لور بي بي فاطمې درناوی او لوړاوی کاوه. کله به چې له سفره ستنیده تر ټولو مخکې به د بي بي فاطمې دیدن ته ورتله ، او سفر ته د تګ په وخت به هم رسول الله مبارک تر ټولو وروسته له بي بي فاطمې سره خدای په اماني کوله . دا خبره د مسند احمد / پينځم ټوک، سنن ابی دا وود دوهم ټوک ، سنن کبری بیهقی لومړي ټوک کې راغلې ده .
کله به چې کور ته ننوته د بي بي فاطمې لاس به یې ښکلاوه ( بحار الانوار، ۴۳ ټوک) ځکه چې نقل شوې ده څوک چې دبي بي فاطمې لاس ښکلوي جبراییل یې د پښو خاورې ښکلوي. نو د رسول الله مبارک دغه عملونه او له خپلې لور سره دغه شان سلوک یوازې د پلرنۍ مینې په سبب نه دی بلکې دهغه پیژندنې او شناخت له امله دی چې د بي بي فاطمې په هکله یې لاره. کله یې یې چې له رسول الله مبارکه (ص) پوښتنه کوله او یا یې پرې اعتراض کاوه چې ولې داسې کوې ؟ هغوی به فرمایل: زه له هغې د جنت بوی محسوسوم . هغه چې ښکلوم د جنت خوشبوی ترې راځي. ( علل الشرایع، الانوار ، ۱ ټوک. په یو بل ځای کې چې کله یې ترې پوښتنه وکړه چې تاسو له بلې هیڅ لور سره د بي بي فاطمې په شان سلوک ، مینه او محبت نه کوئ وې فرمایل : ته حق لرې چې په راز یې پوه نه شې ځکه چې فاطمه نه پيژنې! فاطمه به زما پانګه ونې ګټې او میوې ته رسوي ، په مصیبتونو زما د صبر او زغم نتیجه به راوباسي هغه زما د دین د بقا سبب ده . زما د نظام او سنتو د ساتل کیدو سبب ده او ....
په بي بي فاطمة الزهرا کې داسې کمالاتو او ځانګړتیاوې پیدا شوې چې د رسول الله مبارک له خوا ددغه شان سلوک او یا خبرو زمینه یې برابره کړه . د بي بي فاطمې د محبوبیت راز د هغې په ایمان ، تقوا کمالاتو او دهغې د جودي اړخونو په پراختیا کې و. هغه قدرمنه بي بي د خدایی او ملکوتي انسان کامله او جامعه بیلګه وه. رسول الله مبارک فرمایي: : له ښځو یوازې مریم او آسیه ، او خدیجه او فاطمه د کاملو ښځو بیلګې دي.( الدر المنثور، ۲ ټوک)
پيغمبر خپلې لور ته د داسې میرمنې په توګه چې د کمال، ادب ، لوړو الهي او اخلاقي او انساني ارزښتونو برخمنه وه کتل . هغه میرمن چې د رسالت د باغ میوه وه او د هغې له چینې فضیلتونه ، کرامتونه ، او نیکۍ راخوټیږي.
امام خمیني د هغه قدرمنې میرمنې د لوی او کامل شخصیت په هکله فرمایي: ټول اړخونه چې د یوې ښځې لپاره یې تصور کیدلی شي او د یو انسان لپاره متصور دي، په بي بي فاطمة الزهرا کې یې جلوه لرله . هغه یوه معمولي ښځه نه وه یوه روحاني میرمنه ، یوه ملکوتي ښځه، یو په پوره معنا انسان، د انسانیت بشپړه نسخه ، د ښځې ټول حقیقت ، دانسان ټول حقیقت . هغه عامه ښځه نه ده هغه یو ملکوتي مخلوق دی چې په نړۍ کې د انسان په شکل کې ظاهر شوی دی . بلکې یو الهی جبروتي مخلوق د یوې ښځې په شکل کې راښکاره شوی دی.

Add new comment