په يمن باندې په حمله کښې د سعودي عربستان بد بدعت)2(

هغه پوښتنه چې په يمن باندې د سعودي عربستان د فوځ يرغل په باره کښې رامنځته شوې ده دا چې آيا آل سعود په هغه جنګ کښې چې يې شروع کړے دے د کاميابۍ توان لري؟ معظم رهبر په دې حقله وفرمايل: ((سعوديان به په دې مسئله کښې زيان ومومي او په هيڅ وجه به کامياب نۀ شي چې دليل ښۀ واضحه دے او هغه دليل دا دے چې د صهيونېسټانو فوځي توانمنۍ د دغو سعوديانو د فوځي توانمنيو څو برابره دي او د دوي څو برابره فوځي قوت يې لرۀ او د صهيونېسټانو په مقابل کښې هم د غزې يوه وړه سيمه وه. خو دلته د آل سعود مقابل طرف يو هېواد دے، يو د لسګونو ميلينو نفوسو لرونکے او ويړ هېواد دے. دوي يعنې آل سعود به خامخا ګوزار خوري او پوزه به يې په خاورو راکښل کيږي.))
حقيقت دا دے چې سعودي د اسرائيلو په شان فوځي امکانات په اختيار کښې نۀ لري او حتی د صهيونېسټانو په شان فوځي تجربه هم نۀ لري. د سعودي فوځ يو ستومانه فوځ دے چې ډېره کمه عملياتي فوځي تجربه لري. صهيونېسټانو په خپلو ټولو فوځي وسائلو او امکاناتو سره ونکړې شول په غزې باندې چې له دوو ميلينو نه کم نفوس لري کاميابي ومومي.
دا په داسې حال کښې دي چې يمن له پينځويشتو ميلينو نه زيات نفوس لري چې اکثرو يې د سعودي عربستان حمله غندلې ده او د آل سعود له يرغل سره د مقابلې لپاره تيار شوي دي. په عېن حال کښې د يمن خلق تقريباً پينځه اويا ميلينه وسلې په اختيار کښې لري او يمني قبائېلو هم اعلان وکړ چې له انصارا... سره به اوږه په اوږه د سعودي عربستان او القاعدې په خلاف وجنګيږي.
له بلې خوا آل سعود د يمن په خلاف د فوځي ائتلاف په جوړولو کښې هم ناکامه ؤ. د پاکستان حکومت او پارلېمان د يمن په جنګ کښې د ګډون لپاره د سعودي غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ. مصر که څه هم وويل چې په دغه جنګ کښې به ګډون وکړي خو د مصر حکومت له سخت مالي او اقتصادي بحران سره مخامخ دے چې دغه هېواد ته د جدي فوځي ګډون اجازه نۀ ورکوي او د عبدالفتاح السيسي د حکومت چې همدا اوس لږ مشروعيت هم نۀ لري د مخالفانو شمېر به يې نور هم زيات شي. نور هېوادونه چې د يمن په خلاف جنګ کښې له سعودي عربستان سره ملګرتيا کوي د اقتصادي مشکلاتو، د مشروعيت بحران او د کارآمدو فوځي ځواکونو د نۀ لرلو په شمول له زياتو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي او همدغه مشکلات د دې سبب کيږي چې دغه هېوادونه به د يمن په خلاف د سعودي په فوځي عملياتوکښې ګډون ونکړې شي.
د سعودي عربستان پخوانے باچا عبدا... بن عبدالعزيز د 2015 کال په جنورۍ کښې مړ شو او سلمان بن عبدالعزيز يې په ځاے کښېناستېد. ملک سلمان په خپل وړومبني اقدام کښې ځينې عربستاني چارواکي چې زياتره له عبدا... بن عبدالعزيز سره وابسته وو څنګته کړل او د هغوي په ځاے يې نوي کسان راوستل چې له هغوي څخه ځينې د ځوانۍ او بې تجربه والي باوجود په مهمو پوسټونو وګمارل شول.
يوه بله مهمه موضوع چې د يمن په خلاف د آل سعود د جنايتکارانه چلند په باره کښې د معظم رهبر په بياناتو کښې موجوده وه د سعودي د ځينو چارواکو بې تجربه والے دے چې د ملک عبدا... له مرګه وروسته اقتدار ته ورسېدل. د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باره کښې څرګنده کړه چې ((څو بې تجربې ځوانانو د سعودي عربستان چارې په لاسو کښې ونيوې او لګيا دي د نرمۍ او ظاهر جوړونې اړخ باندې د وحشيتوب اړخ غالبوي چې دا کار به يې په ضرر تمام شي.))
د سعودي عربستان د دفاع نوے وزير شاهزاده محمد بن سلمان له هغو کم تجربه لرونکو او ځوانو کسانو څخه دے چې نوي اقتدار ته رسېدلي باچا ملک سلمان لخوا په دغو پوسټونو باندې وګمارل شول.
شاهزاده محمد بن سلمان چې په يمن باندې د لسو تيري ګرو هېوادونو د ائتلاف فوځي قومانداني په غاړه لري يوازې دېرش کلن دے او همدغه کمه تجربه او ځواني د دې سبب شوه چې د ځينو سعودي چارواکو په اعتراف له کاذبې ځان خوښونې او غرور سره مخامخ شي او د سټراټيجکو مسائلو په اړه غلطې او زيات خرچ لرونکې فېصلې وکړي چې له دغو غلطو فېصلو څخه يوه په يمن باندې حمله ده.
امريکه په يمن باندې د سعوديانو د فوځي حملې يوه اصلي ملاتړې ده. د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال آنتوني بلېنکن چې د اپرېل په اومه نېټه د سعودي عربستان پائېتخت رياض ته لاړ ؤ وويل چې امريکې د يمن له حوثيانوسره د مقابلې لپاره سعودي ته د وسلو لېږد چټکه کړے دے. آنتوني بلېنکن زياته کړه چې امريکې د سعودي د دفاع له وزارت سره د اطلاعاتو تبادله هم زياته کړې ده او په يمن باندې په حمله کښې د سعودي د عملياتو له قوماندانۍ سره د غږملتيا لپاره يې يو مرکز هم جوړ کړے دے. امريکې خپل خاص وروستي ځواکونه په يمن باندې د سعودي عربستان له حملې نۀ يوازې څو ورځې محکې وېستلي وو او دا موضوع د دې ښودنه کوي چې په يمن باندې د سعودي يرغل د امريکې په اطلاع او ملاتړ سره شروع شو. په واشنګټن کښې د سعودي عربستان سفير عادل جبير هم په يمن باندې د سعودي له حملې وروسته وويل امريکايان په دې باره کښې د فېصلې کولو له چلنده خبر وو.
په دې بنياد د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امريکې د حکومت په سټراتيجۍ باندې په نيوکې سره څرګنده کړه چې امريکه هم له هغوي څخه دفاع او ملاتړ کوي او د امريکې طبيعت دا دے چې په ټولو واقعاتو کښې په ځاے د دې چې د مظلوم ملګرتيا وکړي د ظالم ملګرتيا کوي.))
يوه مهمه موضوع چې د يمن په بحران کښې د جنګ اور لګوونکو لخوا مطرح کيږي دا ده چې ايران د يمن په کورنيو چارو کښې مداخلت کوي. معظم رهبر د اپرېل په نهمه نېټه په خپلو بياناتو کښې په دې حقله څرګنده کړه چې دښمنانو دا جنجال جوړ کړے دے چې ايران د يمن په کار کښې مداخلت وکړ. دا چې مونږ دلته ناست يوو او يو دوه خبرې کوو نو ورته مداخلت ويل کيږي خو دا چې الوتکو يې د يمن اسمان ناامنه کړے دے مداخلت نۀ دے؟
د ځينو عربو هېوادونو په کورنيو چارو کښې د ايران د مداخلت ادعا هم چې د ځينو عربو هېوادونو په تېره بيا د سعودي عربستان لخوا مطرح کيږي چې البته لپاره يې هيڅکله څه دليل او سند نۀ وړاندې کوي په يوې بې بنياده او د استعمال تاريخ تېر شوې ادعا باندې بدله شوې ده. دغه ادعا د بحرېن په کړکېچ کښې هم مطرح شوه خو شريف بسيوني چې د بحرېن د باچا لخوا يې د تحقيقاتي کمېشن مشري په غاړه لرله په واضحه توګه وويل چې د بحرېن په کورنيو چارو کښې د ايران په مداخلت باندې هيڅ سند او ثبوت وجود نۀ لري.

Add new comment