په يمن باندې په حمله کښې د سعودي عربستان بد بدعت)1(

سعودي عربستان د تېر مارچ له شپږويشتمې نېټې څخه په يمن باندې خپلې حملې شروع کړې. دغه حمله يوبد بدعت، غېر قانوني اقدام او د انسانيت په خلاف د جرم او جنايت يوه څرګنده نمونه ده.
د مختلفو شناندو او شخصيتونو لخوا د سعودي په دغه غېر قانوني اقدام باندې شننې او تجزيې وشوې خو د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبر په يمن کښې د سعودي عربستان د جنايت نوي اړخونه څرګند کړي دي. معظم رهبر په يمن باندې په حمله کښې د سعوديانو اقدام يو ((بد بدعت)) او ((خطا او غلطي)) نومولې ده. د آل سعود اقدام له دې نظره يو بد بدعت دے چې په يمن باندې حمله په داسې حالاتو کښې وشوه چې يمن يو خپلواکه هېواد دے او په دغه هېواد کښې اوسنے کړکېچ هم کورنے کړکېچ ګڼلے کيږي.
د ملګرو ملتو د منشور د دويمې مادې اوم بند وائي چې ((په دې منشور کښې له درج شويو مقرراتو څخه هيڅ يو ملګرو ملتونو ته دا اجازه نۀ ورکوي چې په هغو چارو کښې چې په ذاتي توګه د هېوادونو د کورني صلاحيت برخه وي مداخلت وکړي...)) د ملګرو ملتو د منشور د دغې مادې مطابق د هېوادونو په کورنيو چارو کښې د نۀ مداخلت او د هغوي د حاکميت په احترام باندې ولاړ اصل دے.
خو په وروستيو کلونو کښې د نړيوالو حقوقو د بدلون په نتيجه کښې د ملګرو ملتو د منشور ځينې اصول له تعديل او بدلون سره مخامخ شوي دي چې له دغو اصولو څخه يو د هېوادونو په کورنيو چارو کښې نۀ مداخلت او د هغوي د حاکميت احترام دے.
د ملګرو ملتو په منشور کښې د تاکيد وړ دغه دوه مهم اصول حاکميت او د ملاتړ لپاره د مسئوليت د پرېکړ ليک تصويب ته په اخلاقي نظر له بدلون او تعديل سره مخامخ شوي دي. خو حتی د ملګرو ملتو د منشور د دوو مهمو اصولو تعديل او بدلېدنه هم د سعودي عربستان يرغل ته قانوني بڼه نۀ ورکوي.
هغه وخت د يو هېواد له ښاريزو څخه د ملاتړ لپاره د مسئوليت د اصل عملي کول د اجرا قابليت مومي چې د هغه هېواد حکومت حکومت د خپلو ښاريزو په وړاندې د نړيوالې کيفري محکمې درې ډوله جنايتونه يعنې د سولې په خلاف جنايت، د انسانيت په خلاف جنايت او يا جنګي جنايت ترسره کړي.
په داسې حال کښې چې په يمن کښې موقتي ولسمشر منصور هادي او موقتي وزيراعظم خالد بحاح له خپلو پوسټونو څخه استعفا ورکړې ده او مشروعيت يې سلب شوے دے او په نتيجه کښې د نظم او امنيت د رامنځته کولو دنده او ذمه واري انصارا... په غاړه اخېستې ده. انصارا...هم نۀ يوازې داسې سلوک چې د کيفري محکمې په اساسنامه کښې د مطرح شويو جنايتونو مصداق وي نۀ دے کړے بلکې له هر ډول تاوتريخوالي څخه حتی د خپلو مخالفينو په خلاف هم ډډه کوي.
د يمن په خلاف د آل سعود جنايت د غزې د مظلومو خلقو په خلاف د صهيونېسټانو د جنايت په شان دے. د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبرد اپرېل په نهمه نېټه په دې باره کښې په خپلو بياناتو کښې څرګنده کړه: ((هغه کار چې نن يې د سعودي حکومت په يمن کښې ترسره کوي کټ مټ هم هغه کار دے چې صهيونېسټانو په غزه کښې کړے دے. دا دوه اړخه لري: يو دا چې جرم او جنايت دے، نسل کشي او د نړيوال تعقيب وړ چاره ده، ماشومان وژني، کورونه ړنګوي، بنسټيزې ودانۍ ويجاړوي او په يو هېواد کښې ملي سرمائې له منځه وړي...))
صهيونېسټانو د غزې په خلاف جنګ کښې د ماشومانو، ښځو او عامه خلقو د قتل عام، د اجتماعي بنسټيزو ودانيو د ويجاړولو، د خلقو د مهاجرولو او د روغتيا او زدکړو د مرکزونو د تباه کولو په شمول بې شمېره جرائم وکړل او اوس آل سعود دغه جنايتونه په يمن کښې لګيا دے کوي.))
په يمن باندې د سعودي د حملو د وژل شويو شمېر تقريباً له زرو نه زيات او د زخميانو شمېر له اولس سوو نه زيات اوښتې دے. په يمن باندې د سعودي د حملو د وژل شويو کسانو له دريمې برخې نه زيات کسان عامه خلق او پکې لږ تر لږه اتيا ماشومان شامل دي.
د ملګرو ملتو د اعلان له مخې د جنګ په وړومبيو دوو هفتو کښې د يمن له يو لکو نه زيات کسان کډه په سر شوي دي. د امداد رسونې نړيوالې ادارې اکسفام هم وويل چې له لسو ميلينو نه زيات يمنيان د خوړو لپاره کافي خوراک نۀ لري او له ديارلس ميلينو نه زيات کسان د څښلو اوبو ته لاس رسائي نۀ لري.
د ملګرو ملتو له ماشومانو څخه د ملاتړ نړيوال صندوق هم ډېر ناوړه خوراک له يو ميلينه د زياتو يمني ماشومانو د ژوند ګواښونکے وبالۀ. د يمن په زرګونو ماشومان له روغتيائي او د ښوونې او روزنې له خدماتو بې برخې شوي دي. د زخميانو شمېر دومره زيات دے چې د سرۀ صليت وياندې مېري کلر فګالي ويلي دي روغتونونه له سخت بحران سره مخامخ دي او د زياتو زخميانو درملنه او علاج نۀ شي کولې.
دا په داسې حال دي چې يمن ته د انساندوستانه مرستو لېږل هم په سختۍ سره ترسره کيږي. په اوۀ دېرش هغو ودانيو کښې چې په صنعا، الدالي او عدن کښې ړنګ شوي دي پينځه روغتونونه او يوه مدرسه هم شامله ده. دغه د بشريت په خلاف جنايت، د جنګي جنايت او سولې په خلاف د جنايت څرګندې نمونې او همدارنګ د نسل کشۍ د جنايت يو واضحه مصداق دے چې په يمن کښې د آل سعود ځواکونو يې ارتکاب کړے دے.

Add new comment