په افغانستان کې دانتخاباتي سسټم پر سموالي ټينګار

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دعمومی او شوراګانو دانتخاباتو دسسټم داصلاح موضوع دحکومت او دانتخاباتو دخپلواکه کمیشن ترمینځ په یوه جنجال بدله شوې ، دافغانستان دملی وحدت دحکومت داجرائي شورا مشر عبدا... عبدا... ویلی دي چې ددغه هیواد دانتخاباتو نظام به دپارلیماني او شوراګانو دانتخاباتو له ترسره کیدا مخکې اصلاح شي .
عبدا... عبدا.... چې په کابل کې ئې دلندن له شارډزافیّر سره په کتنې کې یولړڅرګندونې کړي ، دپارلیماني او شوراګانو دانتخاباتو دځنډیدا خبره هم کړې ده . په افغانستان کې دعمومی اوشوراګانو دانتخاباتو دنظام دسمولو موضوع له دې وروسته په جدي توګه مطرح شوې چې دافغانستان د ۲۰۱۴کال انتخابات درائ ورکولو او بیا دهغو دشمیرلو په وخت دټګیو برګیو او جنجالونو له څپو سره یو ځاي شول . بلاخره هغه څه چې درایو له صندقونو رابرسیره شول ، ونه توانیدل انتخاباتي لوري قانع کړي او د اشرف غنی او عبدا... عبدا... ترمینځ دسیاسی موافقې په اساس حکومت جوړ شو
د ډآکټر عبدا... لوري یوه اصلي غوښتنه دانتخاباتي سسټم اصلاح کول دي . دافغانستان د ملی وحدت دحکومت داجرائی شورا دمشر مرستیال ویندوي آصف آشنا هم په همداوروستیو کې ددغه هیواد دانتخاباتو په کمیشن کې داصلاحاتو درامینځةکولو په ضرورت ټينګار کړی دی . هغه ددغه هیواد دانتخاباتو په نظام کې داصلاحاتو تر ترسره کیدو پورې د پارلیماني انتخاباتو نه ترسره کیدو ته په اشارې سره ټينګار کړی ، دانتخاباتو خپلواکه کمیشن داصلاحاتو له ترسره کیدو پرته هیڅ رواوالی نه لري . آصف آشنا روښآنه کړې ،که دافغانستان دانتخاباتو بهیرته د نړیوالې ټولنې اعتماد اوباؤر جلب نه شي او په انتخاباتي کمیشنونوکې بنسټیز او بشپړ اصلاحات ونه شي ، نو ددغه هیواد د پارلیماني انتخاباتو ځنډیدا قطعي ده . هغه د افغانستان دتیر کال دولسمشرۍ جنجالی انتخاباتو ته په اشارې سره وویل ، ددغو ا نتخاباتو اوږدیدا لامل شوه څو ددغه هیواد دانتخاباتو دخپلواکه کمیشن باؤر سلب شي .
داپه داسې حال کې دي چې دافغانستان دانتخاباتي کمیشن مشر احمد یوسف نورستاني له دې مخکې ددغه هیواد د پارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا په وخت کې له ځنډ سره به مخالفت کې دا موضوع دافغانستان داساسی قانون خلاف ورزی بللې ده .
په همداوروستیو کې دافغانستان دولسمشر اشرف غني په فرمان سره د : انتخاباتي اصلاحاتو ځانګړی کمیشن : جوړ شو دافغانستان دانتخاباتو دخپلواکه کمیشن مشر نورستاني ویلی دي دملی وحدت حکومت ددغه هیواد دانتخاباتو دخپلواکه کمیشن له غړو سره له مشورو پرته نیّت لری پارلیماني انتخابات په ځنډ سره ترسره کړي .
داپه داسې حال کې د ي چې دافغانستان دولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په همداوروستیو کې په ولسي جرګې کې ویلی ډي دراتلونکي پارلیمان انتخابات به دیوه کال په ځنډ سره ترسره شی .
له دې مخکې هم دافغانستان دانتخاباتو دخپلواکه کمیشن ویندوي نورمحمد نور هم ددغه هیواد دپارلیماني انتخاباتو په ترسره کیدا کې ځنډ په باب فیصله غیر قانونی بللې او ویلی ئې دي چې دپارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا دوخت ټاکل دحکومت په صلاحیّت کې نه ده . دپارلیمان دانتخاباتو په ترسره کیدا کې احتمالی ځنډ یوه داسې موضوع ده چې دافغانستان دانتخاباتي نظام داصلاح لپاره ددغه هیواد دملی وحدت دحکومت دپروګرام له اعلانه وروسته دافغانستان په سیاسی اورسنئ ټولنو کې مطرح شوې ده .
په دې باب دافغانستان دولسمشر د دوهم مرستیال دتیرې اونۍ په څرګندونو سره چې راتلونکی پارلیماني انتخابات به په یوه کال ځنډ سره ترسره شي ، مشخصه شوې چې ددغه هیواد حکومت په قانونی وخت کې دانتخاباتو دترسره کولو لپاره هیڅ پروګرام نه لري . داپه داسې حال کې دي چې دانتخاباتو خپلواکه کمیشن په دې هکله فیصله په خپل صلاحیت کې ګڼي

Add new comment