د يمن د فتنې درک کول يو بېداره وجدان غواړي
د پاکستان ملي پارلېمان او سېنېټ په خپله ګډه غونډه کښې چې د يمن په جنګ کښې د ګډون لپاره له پاکستان څخه د سعودي عربستان د فوځي مرستې د غوښتنې د څېړنې لپاره د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف په غوښتنې سره د تېرې هفتې د ګل له ورځې څخه شورع او په پنځمه ورځ يعنې د تېرې جمعې په ورځ د يو پرېکړ ليک په صارولو سره ختمه شوه.
په دغه پرېکړ ليک کښې وويل شول چې پاکستان د يمن جنګ ته ځواکونه نۀ شي ليږلې خو د دغه پرېکړ ليک له مخې که د سعودي امنيت او خپلواکي له ګواښ سره مخامخه شي نو په هغه صورت کښې به پاکستان ترې دفاع وکړي. او دغه تړون همدارنګ د پاکستان حکومت ته سپارښتنه کوي چې د يمن په لانجه کښې دې د مېنځګړتيا کردار ادا کړي.
له يوې خوا سعودي عربستان او نورو عربو هېوادونو د دغه پرېکړ ليک په حقله ناراضګي څرګنده کړه او حتی د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير هم ګواښ وکړ چې پاکستان پکار دي د دغه پرېکړليک درون قيمت ادا کړي او د سعودي د مذهبي چارو وزير شېخ صالح بن عبدالعزيز پرون اسلام اباد ته په يو هنګامي سفر کښې په هوائي ډګر کښې خبريالانو ته وويل چې د پاکستان د پارلېمان پرېکړ ليک د دغه هېواد يوه کورنۍ مسئله ده خو د پاکستان له حکومته اميد کيږي چې دغه حالت دې ښۀ کړی او نن هغۀ د پاکستان له لوړ رتبه حکومتي چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې. هغۀ د نوازشريف لپاره د سعودي عربستان د باچا يو خاص پېغام هم لرۀ.
همدارنګ د سعودي عربستان د مذهبي چارو لوړ رتبه چارواکي ډاکټر عبدالعزيز هم وويل چې د پاکستان خلق غواړي چې د يمن په قضيه کښې له سعودي عربستان څخه ملاتړ وکړي، ځکه چې د هغۀ د وېنا له مخې په يمن کښې يوې خوا ته حوثي باغيان دي او بلې خوا ته قانوني حکومت دے او په داسې يو حالت کښې مېنځګړيتوب يوه ټوکه ده. له بلې خوا د پاکستان ځينو مذهبي ډلو هم د پارلېمان د پرېکړ ليک له صادرولو وروسته په دغه پرېکړ ليک باندې په نيوکې سره هغه عجيبه وبالۀ او له حکومته يې وغوښتل چې د يمن په جنګ کښې پکار دي له سعودي څخه ملاتړ وکړي.
لکه مولانا فضل الرحمن چې د پرېکړليک له صادرېدو مخکې چې کله يمن ته د پاکستاني ځواکونو د لېږلو بحث مطرح شو نو مخالفت ته راپاڅېد او وې ويل چې يمن ته فوځيان لېږل څه ټوکه نۀ ده او پکار دي له سوله ايزې لارې څخه د يمن مسئله حل شي او د پرېکړ ليک په صادرولو کښې د ملي پارلېمان د يو غړي په توګه د هغۀ راې هم د قبول وړ وه خو د دغه پرېکړ ليک له صادرېدو وروسته يې په خپل دريځ کښې په يو سل اتيا درجې بدلون سره وويل چې د يمن په باره کښې پرېکړ ليک د حېرانيا سبب دے. هغۀ په نوازشريف باندې په نيوکې سره وويل چې هغۀ د سعودي عربستان له شاهي کورنۍ سره د کورنيو تعلقاتو باوجود د سعودي هيلو ته ځواب ورنۀ کړ.
د پاکستان د علماو د شورا مشر حافظ طاهر محمود اشرفي هم د پرېکړ ليک په صادرېدو باندې په سختې نيوکې سره وويل چې دغه پرېکړ ليک د تشويش سبب شوے دے او له حکومته يې وغوښتل چې له سعودي عربستان سره دې د هر ډول مرسته وکړي او د اپرېل اولسمه نېټه دې په ټول هېواد کښې له حرمېنو شريفېنو څخه د دفاع ورځ ونمانځلې شي.
د جماعت اسلامي د مشر او د سېنېټ غړي سراج الحق دريځ د پرېکړ ليک له صادرېدو مخکې او وروسته څه بدلون پېدا نۀ کړ او اوس هم وائي چې د پارلېمان فېصله صحيح ده او پاکستان ته پکار دي چې د يمن په مسئله کښې د يو مېنځګړي کردار ادا کړي.
د پاکستان حکومت هم د پرېکړ له صادرېدو وروسته څه خاص دريځ نۀ دے څرګند کړے خو د دغه هېواد وزيراعظم نوازشريف د پرېکړليک له صادرېد مخکې ويلي وو چې د پارلېمان د هرې فېصلې احترام به وکړي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو د وزير قرقاش د څرګندونو په اړه وويل، دغه څرګندونې نۀ يوازې يوه جفا ده بلکې د غور او فکر خبره هم ده. داسې ښکاري چې سعودي عربستان چې له پاکستان سره زياتې مالي مرستې کوي او تېر کال يې هم له دغه هېواد سره د يو نيم ميليارډ ډالرو مرسته کړې وه دا تصور هم نۀ کوۀ چې د پاکستان پارلېمان به له دغه هېواد څخه د سعودي عربستان د فوځي مرستې غوښتنې ته په ځواب کښې داسي يو پرېکړ ليک صادر کړي.
البته سعودي اوس هم له کاره لاس نۀ دےاخېستے او د يمن په جنګ کښې د پاکستان د فوځي مرستو غوښتونکے دے او د پاکستان د قانون په خلاف په دې لټه کښې دے چې د پاکستان فوځ چې په هر شکل کښې وي د يمن جنګ ته ورديکه کړي.
د دې چارې لپاره يې له يوې خوا د سيمې او پاکستان په سطح له حرمېنو شريفېنو څخه د دفاع په پرده کښې يو لړ نفسياتي عمليات شروع کړي دي او له بلې خوا يې د تېلو د پېسو کسوړې سستې نه بلکې پوره خلاصې کړي دي چې د يمن په جنګ کښې د مرستې لپاره پاکستان تر دباو لاندې راولي. پکار دي ووايو چې د پاکستان د مذهبي ځواکونو مذهبي مدرسې هم د سعودي عربستان په پېسو سره چليږي او له دې ويرې چې د دغو پېسو سلسله پرې نۀ شي مجبور دي د دغه هېواد د رضامندۍ لپاره لاس په کار شي او په دې زمينه کښې له هغو مسلمانانو څخه چې بېدار وجدان لري څو پوښتې مطرح کيږي.
1- په سعودي عربستان باندې حمله شوې ده يا په يمن باندې؟
2– آيا په يمن کښې د منصور هادي مستعفي حکومت واقعاً قانوني ؤ.
3- آيا حرمېن شريفېن واقعاً له ګواښ سره مخامخ دے؟
4– آيا په مصر کښې د محمد مرسي منتخب حکومت چې د سعودي په دولس ميليارډ ډالري مرستې او د امريکې او جنرال السيسي په ملاتړ سره نسکور شو غېر قانوني ؤ؟
5- سعودي عربستان چې نن له خپلو انډيوالانو سره په يو ځاے د يمن بې ګناه خلق چې د خپلو حقوقو د حاصلولو لپاره يې وسلې ته لاس کړے دے بمباروي په غزې باندې د اسرائيلو د وحشيانه حملو په دوران کښې ولې غلے ؤ؟
6- نن چې له حرمېنو شريفېنو څخه د دفاع په بهانه نفسياتي عمليات شروع کړې شوي دي نو چې کله داعشيانو په سوريې کښې د خداے د قدرمنو پېغمبرانو عليهم السلام او د خداے د ګران رسول (ص) د ګرانو اصحابو رضي الله عنهم قبرونه ويجاړول نو له حرمېنو شريفېنو څخه د دفاع مدعيان ولې خاموشه وو؟
7- آيا پاکستان واقعاً يو خپلواکه هېواد دے او پکار دي چې خپلواکه وي يا نه؟
که دغو پوښتنو ته د تعصب له عېنکو نه بغېر او د يوحقيقي مسلمان او يو ازاد او خپلواکه انسان په توګه ځواب ورکړے شي نو هغه وخت به د مېنځني ختيځ په سيمه کښې د يمن د فتنې درک کول لا اسان وي چې د دغې فتنې درک کول بېداره وجدانونه غواړي.
Add new comment