ایران، عمرې ته د خپلو خلکو لیږل بند کړل

 

د ایران د اسلامي ارشاد او کلتور وزارت د عمرې د سفر د ځنډول کیدو خبر ورکړ.
د ایران د ارشاد وزارت ویاند حسین نوش آبادي دایران د ټیلیویژن (خبر) چینل ته وویل چې د ترسره شویو څیړنو وروسته د اسلامي کلتور او ارشاد وزیر علي جنتي نن د ایران د حج او زیارت ادارې ته اطلاع ورکړه چې ترڅو پورې چې د جدې په هوايي ډګر کښې په دوو ایراني ځلمیانو باندې تیري کونکو مجرمانو ته سزا ورنکړې شي تر هغه به د عمرې لپاره د ایراني زیارتوالي لیږل وځنډیږي.
هغه ټینګار وکړ چې د تقلید ډیرو لوړرتبه مراجعو اندیښنه ښودلې ده، په تیره بیا دا چې به تیرو وختونو کښې له زیارتوالو او د قافلو له عالمانو سره ځیني ناسم چلندونه شوي وو، په همدې وجه شویو څیړنو ته په پام سره دم ګړۍ د عمرې د بندولو فیصله شوې ده.
د ایران د اسلامي کلتور او ارشاد وزیر څرګنده کړه: د دې خواشینونکې پیښې په اړه چې د جدې په هوايي ډګر کښې رامینځته شوې، له سعودي چارواکو سره خبرې شوې دي او هغوي ژمنه کړې ده چې دا نیول شوي کسان سزا کړي.

Add new comment