سعودي وزیر وارخطا اسلام آباد ته لاړ

 

د یمن په خلاف د عربستان جګړې ته له ورګډیدو سره د پاکستان له مخالفت وروسته یو سعودي وزیر وارخطا اسلام آباد ته لاړ.
عربستان له دې مخکښې له پاکستانه غوښتي وو چې د یمن د بیګناه خلکو او ښځو او ماشومانو په وژلو کښې مهم رول په غاړه واخلي.
فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د عربستان د مذهبي چارو وزیر صالح عبدالعزیز آل شیخ په یمن باندې په تیري کښې له پوځي ګډون سره د پاکستان له مخالفت وروسته دغه هیواد ته لاړ څو د نوازشریف حکومت په یمن کښې د جنایت کولو او د بیګناه خلکو وژلو ته اړ کړي.
دا سفر اسلام آباد ته د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف او په یمن کښې له خبرواترو څخه د ملاتړ لپاره له پاکستان څخه د ایران له غوښتنې وروسته وشو.
د یمن په خلاف جنګیدو لپاره عربستان ته د ځواکونو له لیږلو سره د پاکستان د پارلیمان مخالفت همداشان د اماراتو په شمول د نورو عربو هیوادونو قهر هم راپارولی دی.
د یمن په استوګنو سیمو باندې د عربستان په هوايي بریدونو کښې تراوسه د یمن په سل هاو ملکي او بیګناه خلک وژل شوي او زخمي شوي دي.

Add new comment