افغان طالبانو په هلمند کې خپل څلور ملګري اعدام کړي

 

د افغانستان چارواکي او د سيمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو په کجکي او نادعلي ولسواليو کې خپل څلور ملګري په دار ځړولي دي.
د کجکې اوسېدونکى محمد ا... وايي چې طالبانو تېره ورځ خپل دوه ملګري د دې ولسوالۍ د زمنداور په ګندمرېزه اډه کې اعدام کړل. هغه وويل چې د دغو کسانو جسدونه تر اوسه هم په سيمه کې ځړېږي.
نوموړې زياته کړه چې د ځړول شوو طالبانو نومونه الغازي او المحب دي چې لومړى يې د زابل د کلات او دويم يې د کجکي ولسوالۍ د زمينداور سيمې د ده بابا اوسېدونکى دى.
محمدا... ويل چې په ظاهره طالبانو خپل ملګري د غلا، تښتونې او وژنو په تور اعدام کړي دي.
د کجکې امنيه قوماندان سمونيار فيض ا... اخوندزاده هم پېښه تاييدوي، خو په اړه يې نور جزئيات نه لري.
بلخوا په لشکرګاه کې يو قومي مشر چې په اصل کې د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي چې طالبانو خپل دوه نور ملګري هم تېره ورځ په نادعلي ولسوالۍ کې اعدام کړي دي. دغه قومي مشر وويل چې دا کسان په ماتکي سيمه کې ځړول شوي او کېداى شي طالبان خپل شپږ نور ملګري سبا اعدام کړي.
طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

Add new comment