په کراچۍ کښې د القاعده ډلې پنځه ترهګر وژل شوي
د پاکستان د سند صوبې د مرکز کراچۍ ښار امنیتي ادارې د القاعدې د یو قومندان په شمول د دغې ترهګرې ډلې د پنځو غړو د وژل کیدو خبر ورکړ.
زمونږ خبریال وايي د پاکستان له ترهګرۍ سره د مقابلې د ادارې مشر راجا عمر خطاب وویل: د کراچۍ ښار په اونګي ټاون کښې له وسله والو مخالفانو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو په نښته کښې په کراچۍ کښې د القاعدې ترهګرې ډلې د یو مشهور قومندان نورالحسن په شمول چې په هاشم مشهور دی، د دغې ډلې پنځه کسان هلاک شوي دي.
عمر خطاب زیاته کړه: دې ترهګرو تیره میاشت په ناظم آباد سیمه کښې د امنیتي ځواکونو په خلاف ځان مرګي برید کښې لاس درلود.
ویل کیږي چې له وژل شویو ترهګرو څخه درې ځان مرګي جاکټونه هم نیول شوي دي.
همداشان د پاکستان سماء ټي وي چینل هم رپورټ ورکړی چې د کراچۍ په کورنګي سیمه کښې د نامعلومو کسانو په برید کښې درې تنه وژل شوي دي.
د کراچۍ پولیسو ویلي چې دا حمله نن د کورنګي سیمې په کشتۍ والا ودانۍ کښې شوې ده. ددغو کسانو مړي جناح میډیکل سنټر ته وړل شوي دي. د ویلو ده چې دې کسانو د سختو زخمونو له امله، روغتون ته د وړل کیدو په لاره کښې سا ورکړې ده.
Add new comment