پر یمن د عربستان د تیري له امله د بیګناه ملکیانو د مړو شمیر له ۲۰۰۰ واوړید

 

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند د عربستاني ځواکونو په بریدونو کښې د خپل هیواد د څه باندې دوو زرو ملکیانو قتل عام ته په اشارې سره وویل چې عربستان بیا هم په یوازې سره د یمن له پوځ او ولس سره د مقابلې توان نه لري.
دیمن د المسیره ټي وي چینل د رپورټ له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند برید جنرال شرف غالب لقمان نن په پلازمینه صنعاء کښې په یوه خبري غونډه کښې ټینګار وکړ: د عربستان لخوا په یمن باندې د تیري لپاره د لسو عربي هیوادونو سره یو کیدل په دې حقیقت باندې څرګند اعتراف دی چې د یمن له پوځ او ولس سره د مقابلې توان نه لري او په همدې وجه یې دا دومره ځواکونه برابر کړي دي.
هغه په دې حملو کښې د یمن د ۲۰۵۱ ملکي خلکو عامې وژلې ته په اشارې سره زیاته کړه: په یمن باندې په حمله کښې د عربستان اهداف او موخې د یمن د ټولو خدماتي بیخ بیناو، تاسیساتو، ښوونځیو، هوايي ډګرونو او روغتونونو هدفمنه ورانونه ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند څرګنده کړه: یمن هیله درلودله چې د عربو هیوادونو اتحاد د فلسطین د ولس په خلاف د اسرائیلو د تیرو څه باندې پنځوسو کالو د تیریو په خلاف جوړ شي چې یمن هم د نورو عربو هیوادونو ترڅنګ، له صهیونیسټي رژیم سره مقابله وکړي.
هغه همداشان وویل: عربستان چې کله ولیدل چې القاعده ترهګره ډله په یمن کښې د ړنګیدو په حال کښې ده نو پخپله یې په یمن برید وکړ.

Add new comment