عراقچي: د ایران ټول مالي او اقتصادي بندیزونه به لغوه شي
د ایران لوړ پوړي اټومي مرکچي ویلي چې په لومړي پړاو کې به د ایران د اټومي موضوع اړونده ټول اقتصادي او مالي بندیزونه لغوه شي.
د ایران لوړ پوړي اټومي مرکچي او د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سیدعباس عراقچي د ایران لومړي ټلویزیون ته ددې پوښتنې په ځواب کې چې د سپينې ماڼۍ ویاند د ایران پرضد د بندیزونو د لغوه کېدو د پړاویز توب خبره کړې، ویلي چې ښايي دغه خبرې د هغه موافقې سره په تضاد کې نه وي چې په لوزان کې شوې، خو له شوې موافقې څخه ناسم اخیستون دی.
عراقچي وویل، هغه څه چې د لوزان په ګډه مطبوعاتي بیانیه کې په ډاګه بیان شوي چې په لومړي پړاو کې به د ایران د اټومي موضوع اړونده ټول مالي او اقتصادي بندیزونه لغوه کېږي.
Add new comment