جنرال جزایري: د ایران پر دفاعي چارو خبرې نه کېږي

د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال وویل چې د ایران پر دفاعي چارو هیڅکله خبرې نکېږي او په دې چارو کې به په هیڅ شرایطو کې د مداخلې اجازه ورنکړل شي.
په بسیج او دفاعي کلتوري چارو کې د ایران د لوی درستیز مرستیال، جنرال سید مسعود جزایري له فارس خبري آژانس سره په مرکه کې د سلطې رژيم له د ځينو ګواښونو او ډېر غوښتنو په غبرګون کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت ددفاعي قدرت په داسې مقام کې دی چې له هر دښمن سره د مقابلې توان لري.
جنرال جزایري وویل چې د ایران دفاعي قدرت د شر غواړو او شیطان صفتو دولتونو د تېريګر خوی او ډېر غوښتنې د مخنیوي لپاره برابر شوی زیاته یې کړه چې امریکا هماغه شان پر باطل اټکل ده چې په پوځي ګواښ سره کولای شي د اسلامي انقلاب چلند بدل کړي.

Add new comment