د پاکستان د شیعیانو مشر د لوزان له بیانېې هر کلی وکړ

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان د جعفریه تحریک او د دې هیواد د شیعه یانو مشرله پنځه جمع یو ډلې سره د ایران له سیاسی تفاهم لیک هر کلی وکړ او هیله مندي ېې څرګنده کړه چې په دې سره به پاکستان ته د ایران د ګازو د نل لیکې د بشپړیدا زمینه برابره شي.
سید ساجد علي نقوي له پنځه جمع یو ډلې سره د ایران توافق د مسلمانانو د یوالي عامل وباله او د اسلام آباد له دولت ېې وغوښتل چې له ایرانه د ګازو د نل لیکې په بشپړولو سره په پاکستان کې د انرژۍ د کمښت ستونځه هواره کړي
هغه زیاته کړه دا توافق به نه یواځې سیمه تر اغیزې لاندې راولي بلکه د مسلمانانو تر منځ به د یوالی لامل هم شي.
هغه ټينګار وکړ چې اسلام آباد هم باید د اسلامي هیوادونو د ستونځو د حل په موخه مثبت رول ولوبوي

Add new comment