د داعش لپاره په افغانستان کې ځای نه شته(ملا منصور داد الله )

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د غړیو د هغې ویډيو په غبرګون کې چې د افغانستان په شمال کې خپله وفاداري د داعش له مشر ابوبکر البغدادي سره اعلانوي وویل د دې غورځنګ جنګیالیو له داعش سره بیعت کړی دی خو هغوی به خپلې موخې ته ونه رسي .
د ویلو ده چې څو میاشتې کیږي چې د افغانستان په رسنیو کې په دې هیواد کې د داعش د فعالیت د پیل په اړه پراخې آوازې خپريږي خو پاتې دې نه وي چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو لکه د زابل غزني او هلمند په ولایتونوپه تیره دای چوپان ، شاجوی تو نورو ولسولیو او همداراز د افغانستان په ختیځو سیمو کې د مشکوکو مخ پټو کسانو له خوا یو شمیر مشکوک فعالیتونه هم تر سره کیږي چې دولتي رسنۍ ېې د داعش کار بولي .
البته داعش هم د خپل خراسان ولایت لپاره چې د افغانستان او پاکستان هیوادونه ېې دوی برخه بولي د خان سعید په نوم د اورکزۍ ایجنسۍ د طالبانو یو قوماندان مشر ټاکلی دی .
د افغانستان ولس مشر اشرف غني هم د امریکا کانګریس ته د خپلې وینا په ترځ کې په افغانستان کې د داعش د فعالیت د پیل څخه د اندیښنې په ښکاره کولو سره ویلي ؤ دا ډله ډيره خطرناکه ده او په وینا ېې په یواځې ځان دا ډله کوم کار نه شي کولای تر څو ېې نور هیوادونه ملاتړ ونه کړي هغه توصیه وکړه چې دا د امریکا دنده ده چې د داعش ملاتړي هیوادونه په نښه کړي .
د دې پر خلاف د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په مکرر ډول له تهران راديو او نورو رسنیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د داعش د فعالیت پیل رد کړی دی او هغه ېې د افغانستان د وضعیت د خطرناک ښودلو لپاره د امریکایانو دسیسه بللې ده تر څو په دې پلمه په افغانستان کې د خپل دوامدار شتون لپاره پلمه جوړه کړي.
د افغانستان پخواني ولس مشر حامد کرزي څه موده وړاندې د کاناډآ له یوې تلویزونې شبکې سره په مرکه کې په واضح ډول وویل چې په افغانستان کې داعش شتون نه لري ځکه هیڅ کوم ملاتړ نه لري او دا یواځی د رسنیو فضاء جوړونه او تبلیغات دي .
کرزي زیاته کړه دا په دې معنی نه ده چې داعش به افغانستان ته نه راځي بلکه ممکنه ده د طالبانو سپین بيرغونه یو وخت په تورو بیرغونو بدل شي خو خلک به همدا خلک وي .
د افغانستان پخواني ولس مشر د دې هیواد په وړاندې د پردیو د دسیسو دوام ته په اشارې سره وویل داسې هڅې روانې دي چې که مخنیوی ېې ونه شي په افغانستان کې به شته سپین بيرغونه په تورو واوړي او دطالبانو نوم به هم بدل شي.
د افغانستان ډيری سیاسي کار پيژاندي من جمله د افغانستان یو جهادي شخصیت حاجي محمد امین فروتن چې په هالنډ کې اوسي همداراز د افغان جرګې ورځپاڼې مرستیال مشر احمد ضیاء رحیم زی د افغانستان د ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکز مشر غلام جیلاني ځواک او د ویسا ورځپاڼې مسئول مدیر محمد زبیر شفیقي له تهران راډیو پښتو څانګې سره په بیلابیلو مرکو کې واضح کړې چې امریکا او پاکستان غواړي د طالبانو پروژه د داعش په پروژې بدله کړي او دا چې پاکستان ژمنه کړې طالبان به له افغان دولت سره خبرو اترو ته کینوي دا هم یو تکتیک دی ځکه ممکن یو شمیر طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شي خو نور طالبان چې د طالبانو جنګي ځواک جوړوي هغوی به له داعش سره بیعت وکړي .
هغوی وايي ډیری طالبان به د طالبانو له نهضت داعش ته ورنه شي بلکه یواځې افراطي طالبان به ورشي .
د طالبانو یو نوموتی قوماندان مولوي منصور داد الله چې ډير وخت کیږي د ده په اړه په رسنیو کې ویل کیږي له پاکستانه له داعش سره د یو ځای کیدا لپاره افغانستان ته تللی او حتی وايي په افغانستان کې د داعش دلې اصلي مشر دی او په افغانستان کې ېې په عمل ډول کار پيل کړی نن له تهران راډيو سره د تلیفوني تماس په ترځ کې دا خبر رټ درواغ وباله او هغه ېې د امریکايي رسنیو توطیه او آوازه خپرول وبلل .
نوموړي زیاته کړه نوموړی به هیڅ کله هم د طالبانو له غورځنګ بیل نه شي او د یوه طالب په توګه به مري
منصور داد الله زیاتوي د داعش لپاره په افغانستان کې ځای نه شته ځکه ټول د ملا محمد عمر تر قیادت لاندې د اشغالګرانو او نیواک ګرو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکوو او تر هغې چې په افغانستان کې بهرني یرغلګر پاتې وي طالبان به د خبرو اترو په هيڅ کومه پروسه کې برخه وانه خلي .
د افغانستان د طالبانو دې لوړ پوړي مشر له پاکستانه د ځان د وتلو په اړه وویل د پاکستان استخباراتي سازمان آي ایس آي له دې نا روا او د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف غوښتنې درلودې .
چې ده ته د منلو وړ نه وې نو له همدې امله ېې پاکستان پریښود او خپل هیواد افغانستان ته لاړ تر څو د نورو طالبانو په څنګ کې د هیواد د نیواک ګرو پردیو عسکرو په وړاندې وجنګیږي .
باید ووایو چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تر ده وړاندې له داعش سره د منصور داد الله یو ځای کیدل رد کړي ؤ .

Add new comment