د صهیونیسټ رژيم پروړاندې د فلسطینیانو د پاڅون لپاره غوښتنه

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ، حماس د اردن سیند لویدیځې غاړې او بیت المقدس له استوګنو غوښتي چې د صهیونیسټ رژيم څخه د ژغورنې لپاره دې پاڅون وکړي.
د قدس پرس خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ، حماس ویاند، فوزي برهوم نن ویلي چې د اردن سیند د لویدیځې غاړې اونیواکي بیت المقدس استوګن خلک هره ورځ د صیهونیسټانو له خوا د پراخو تېریو، ښار ګوټو جوړولو، ورانیو او کډوالولو سره مخ دي.
نوموړي ویلي چې باید د بیت المقدس استوګن د صهیونیسټ رژيم څخه د ژغورنې او له اسلامي مقدساتو څخه ددفاع لپاره ددغه رژيم پروړاندې پاڅون او انقلاب وکړي.

Add new comment